Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دنړۍوالې ټولنې پر چوپتیا او د خپلو حقونو پر نه تامین د ښځو اعتراض

نن (سې شنبې د لړم په ۴مه) ځينو مېرمنو د هغه څه په غبرګون کې چې د نوي حکومت له خوا د دوی د حقونو نه تامین او د نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو چوپتیا ګڼي، په لاریون لاس پورې کړ.

دغه معترضې مېرمنې چې نن د کار او زده کړو د حق د شعارونو په ورکولو سره د پلازمېنې واټونو ته راووتلې، وايي چې د څه باندې دوو میاشتو په تېرېدو سره یې د اسلامي امارت له لوري حقونه نه دي تامین شوي.
 
معترضه عارفه فاطيمي وايي:«موږ دلته راغلي یوو چې د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان د چوپتیا په غبرګون کې خپل غږ پورته کړو.»

بله معترضه مرجان امیري هم څرګندوي:«نن د ټولنې نیم بند حذف شوی دی. موږ له خپل حقه بې برخې شوي یوو.»

بل خوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري هغه څه ته په نغوتې سره چې د ښځو حقونو ته یې د اسلامي امارت نه پاملرنه ګڼي وایي چې ښځې د شریعت پر بنسټ د کار او زده کړو حق لري او له نړيوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې چوپتیا غوره نه کړي.

د ښځو د حقونو فعالې زرقا یفتلي وویل:«که چېرې نړۍواله ټولنه له وینايي حالته بهر شي او عملي کړنو ته مخه کړي، کولای شي چې د ښځو په وړاندې اوسني محدویتونه، چې لومړنیو حقونو ته لاسرسی دی لېرې کړي.»

له دې ټولو سره سره د افغنستان د بشري حقونو د کمېسیون پخواني مسوولان وایي که چېرې اسلامي امارت غواړي چې له نړۍ سره تعامل وکړي، باید د مېرمنو حقونو ته پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ کمېشنره بهشته یعقوبي څرګندوي:«که چېرې دولت غواړي له نړۍ سره تعامل وکړي، نو باید د بشري حقونو، د ښځو حقونو او ټولو نړۍوالو قوانینو رعایت لازمي وګڼي.»

و موغوښتل چې په دې تړاو د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره پر دغه کار بریالي نه شوو.

د افغنستان د بشري حقونو د کمېسیون پخواني مسوولان وایي که چېرې اسلامي امارت غواړي چې له نړۍ سره تعامل وکړي، باید د مېرمنو حقونو ته پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه