Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په هکله ژمنه کړې

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې په دوحه کې د چین او افغانستان د پلاویو په لیدنه کې، پرېکړه وشوه چې د ډپيلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا، د دوه اړخیزو همکاریو او په افغانستان کې د چین د پروژو د عملي کولو لپاره درې کمېټې جوړې کړل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له چین سره د ښو اړیکو په هکله خبرې کوي او وايي چې بیجنینګ له کابل سره د پنځه مېلیونو ډالرو په ارزښت د بشرپاله مرستو ژمنه کړې ده.

ښاغلي مجاهد وویل:«درې کمېټې به جوړې شي، یوه د سیاسي او ډيپلوماټيکو اړیکو په هکله، دویمه کمېټه د همکاریو په پار او تفاهم به رامنځته شي، او درېیمه کمېټه هم د اقتصاد او د چین د پروژو په برخه کې جوړه شي.»

د دغو خبرو په دویمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم قطر ته ولاړ او د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره یې وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل یوه ټویټ کې لیکلي دي چې په دې کتنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی دی چې هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«په دغې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي مسایلو او ځينو نورو مهمو موردونو بحث او خبرې اترې وشوې.»

د دوشنبې په شپه د رییس الوزار لومړی مرستیال ملا برادر د چین له پلاوي سره کتلي دي.

محمد نعیم وایي چې ملا برادر د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي دي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خیستل شي.

په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دغه کتنه د افغانستان په تړاو د ژورو لیدلورو د تبادلې فرصت دی.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ ونبین هم څرګنده کړه:«چین د افغانستان د یوه دوست ګاونډي او پخواني شریک په توګه تل د افغانستان د وضعیت په تړاو د خبرو او تماس غوښتنه کړې ده او له ستونزو نه د خلاصون لپاره د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې په هڅه کې دی. دواړه لوري به له دغه فرصت نه د افغانستان د وضعیت او نورو ګډو مسایلو په تړاو د نظرونو د تبادلې لپاره کار واخلي.»

د پخواني حکومت تر سقوط وروسته چین هغه هېواد دی چې په افغانستان کې یې خپل سفارت نه دی تړلی.

د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته چین هغه هېواد دی چې په افغانستان کې یې خپل سفارت نه دی تړلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه