یو شمېر هېوادوال، په تېره کابل ښاریان په دې وروستیو کې د وسله والو غلاوو له بیا زیاتېدو سر ټکوي.
دوی وايي، تمه یې وه چې د اسلامي امارت له راتګ سره به وسله والې غلاوې ختمې شي، خو لا هم دا سلسله روانه ده.
د کابل اوسېدونکی شجاع وايي:«له بده مرغه د غلا او انسان تښتونې مخه نه ده نیول شوې، لا هم غلاوې روانې دي.»
د کابل بل اوسېدونکی محمد یونس هم وویل:«کابل ته د طالبانو له راتګ سره خلکو تمه لرله چې پر واټونو د غلاو او وسله والو غلاوو مخه به ونیول شي، خو تراوسه نه دي شوي.»
هېوادوال له اړوندو مسوولینو غواړي چې، د وسله والو غلو، د یوه او بل په نامه د استفاده کوونکو او انسان تښتوونکو مخه ونیسي.
کورنیو چارو وزارت بیا د دغو کسانو د نیولو په برخه کې د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي:«په پنځلسو ورځو کې څه باندې سل تنه نیول شوي دي.»
له بل لوري د اسلامي امارت د استخباراتو مسوولینو په یوې اعلامیې کې د جنايي جرمونو او وسله والو غلاو د مخنیوي لپاره له هېوادوالو او په ځانګړې توګه له کابل مېشتو غوښتي چې، د مجرمینو د نیونې په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه