Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد وایي د افغان مشرانو سرټمبګي د سیاسي ماتې لامل شو

افغان سولې لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې د افغان مشرانو سرټمبګي د دې لامل شو، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان سیاستوال پر ملي ګټو راټول نه‌شي.

خلیلزاد په واشنګټن کې یوه انلاین کنفرانس ته خبرو کې وویل، چې افغانستان کې د امریکا حضور د سیاسي بدلون لپاره یو زرین فرصت برابر کړی وو، خو له دې فرصت سمه استفاده و نه‌شوه.

خلیلزاد ویلي:"موږ و نه‌شو کړای چې سیاسي تحول راولو، چې سیاسيتوال د ملي ګټو پر بنسټ خلکو ته خدمت وکړي. دا مشران ډېر سرټمبه، خپل‌خوښي او فساد کې ښکېل شوي وو، چې ورسره ماموریت ماتې وکړه."

خلیلزاد دا هم ویلي، چې د خپلې دورې تر پوره کولو په واک کې د اشرف غني د پاتې کېدو ټینګار حیرانوونکې خبره وه.

زلمی خلیلزاد ادعا کوي، چې محمد اشرف غني د تقلبي ټاکنو په نتیجه کې واک ته ورسېد او بیا حاضر نه و، چې واک پرېږدي.

خلیلزاد ویلي:"موږ ټول دې ته حیران وو، چې اشرف غني څرنګه تر خپلې دورې، واک کې په پاتېدو ټینګار کوي، له دې سره چې هغه (غني) په تقلبي ټاکنو او د خلکو ۱۸ سلنه ګډون سره واک ته رسېدلی وو."

خلیلزاد دا هم وایي، چې اشرف غني له افغانستانه د امریکایانو په وتلو باور نه کاوه او ناسمه محاسبه یې کړې وه، نو ځکه وضعیت داسې شو لکه اوس.

زلمی خلیلزاد دا هم وایي، چې اسلامي امارت لېوالتیا لري، چې امریکا سره ښې اړیکې ولري.

د خلیلزاد په وینا:"طالبان امریکا سره د تعامل په لټه کې دي، هغوی له موږ غواړي چې افغانستان کې سفارت بېرته پرانیزو. زما په باور باید طالبانو سره پر یوه مناسب توافق خبرې وشي او هغه ټولې بې باورۍ ختمې شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دي."

د تېر اګېسټ په ۱۵ مه نېټه، مخکینی افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروسته تر هغې له افغانستانه ووت، چې د اسلامي امارت کسان د کابل دروازو ته رارسېدلي وو.

د اشرف غني پر وتلو سختې نیوکې شوي او ګڼ خلک پر دې باور دي، چې که غني له هېواده نه وای وتلی او د سولې خبرو ته یې غاړه اېښې وای، اوس به وضعیت لکه د نن په شان نه وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه