د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بېګاه په قطر کې د ۱۴ هېوادونو له سیاسي استازو سره کتلي.
په دغه کتنه کې د اکثرو اروپایي هېوادونو استازو سره لیدل شوي.
په کتنه کې متقي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د پیسو د زېرمو ازادولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي:"ښاغلي متقي وویل، چې افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته له یوه حاکم نظام برخمن شوی، نو نړۍواله ټولنه دې د افغانستان د خلکو پر شتمنیو لګولي بندیزونه لېرې کړي."
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم د ښاغلي متقي په حواله ویلي:"د افغانستان نوي حکومت د یوه مسوول حکومت په توګه د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط عملي کړي دي."
د ۱۴ هېوادونو له استازو سره د متقي تر کتنې وړاندې هغه (متقي) افغانستان لپاره د جرمني له سفیر مارکس پوتزل سره هم په دوحه کې کتلي.
پوتزل ویلي:"موږ په افغانستان کې د بشري کړکېچ کمولو لپاره پر هڅو خبرې وکړې. ما د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو په حقونو، خوندي خروج، مدني حرکتونو ته په اجازه ورکولو او بشري مرستو ته په لاسرسي ټینګار وکړ."
په دې اړه مو اندونه