Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د افغانستان خلکو سره د ۱۴۴ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین نن (جمعه د لړم په اومه نېټه) پر ټویتر یوه پیغام کې، د افغانستان خلکو سره د امریکا د ۱۴۴ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ.

وزیر بلنکین لیکلي، امریکا د افغانستان له خلکو د ملاتړ پر ژمنه ولاړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین پر ټویټر لیکلي:"د امریکا متحده ایالتونه نن د افغانستان خلکو سره د ۱۴۴ میلیونه ډالرو بشري مرسته اعلانوي. د افغانستان خلکو نه ملاتړ لپاره مو خپله ژمنه په یاد ده. موږ د باثباته راتلونکې لپاره د افغانستان له خلکو د ډېپلوماسۍ، اقتصاد او بشري مرستو له لارې ملاتړ کوو."

د افغانستان خلکو سره د امریکا د بشري مرستو دا اعلان داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو، افغانستان کې د بشري کړکېچ خبردای ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې اعلان یوازې څو ساعته وړاندې، د رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو یوه چارواکي په حواله خپل یوه رپوټ کې ولیکل، چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري مرستو لپاره کافي پیسې نه دي راټولې کړي.

رپوټ کې راغلي، چې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یوه سملاسي حل ته اړتیا ده.

بل خوا، پر افغانستان د اسلامي امارت له ولکې سره سم، امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیاره ډالره زېرمه کنګل کړې او د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا د دې کنګل شوې زېرمې د ازادولو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په تېرو څو ورځو کې په قطر کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتلي او افغانستان سره د بشري مرستو د کولو په خوا کې، د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه یې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت له مسوول سره هم کتلي او د بشري مرستو په خوا کې پر بېلابېلو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

له دې ټولو سره په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې بې‌شمېره خلک، د ژوند لومړنیو امکاناتو په خوا کې، ان د خوړلو لپاره څه نه لري او د نړۍ بشري مرستو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې امریکا د ډېپلوماسۍ، اقتصاد او بشري مرستو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ