Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت وایي د رسمیت پېژندلو شرطونه یې پوره کړي

اسلامي امارت وایي، چې د رسمیت پېژندلو لپاره یې ټول شرطونه پوره کړي او اوس یې باید نړۍ په رسمیت وپېژني.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي طلوع نیوز ته وویل:"د سیمې او نړۍ له هېوادونو د اسلامي امارت تمه دا ده چې له افغانانو سره همکاري وکړي او اسلامي امارت په مشرۍ اوسنی نظام په رسمیت وپېژني، چې اسلامي امارت وکړای شي، له نړۍ سره موجودې ستونزې په مسوولیت حل کړي."

له دې سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، چې د اسلامي امارت په رسمیت د پېژندلو موضوع لا تراوسه ژر ده.

د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي:"طالبان باید د نړۍوالې ټولنې تمې چې له قومي اړخه د دولت جوړول، ترهګرۍ سره مبارزه او د وګړو ازادي ده، پوره کړي."

ځینې شنونکي بیا وایي، چې ټول ګډونه حکومت د خلکو غوښتنه ده، خو په خبره یې د ستونزو حل لپاره باید اوسنی حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین ویلي:"خلک په افغانستان کې د حکومت په رسمیت نه پېژندلو بیه پرې کوي. ټول‌ګډونه او مشارکتی حکومت د ټولو خلکو غوښتنه ده. کوم حکومت چې ټول ګډونه نه وي د ټولو خلکو ملاتړ ترې نه وي."

له دوو میاشتو زیات وخت وشو، چې اسلامي امارت په واک کې دی، خو تراوسه یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې د اسلامي امارت په رسیمت د پېژندلو موضوع تراوسه ژر ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه