د ۲۰ ډلې له غونډې سره هم مهاله، په بشرپاله چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال وايي چې د افغانستان نیمايي نفوذ د بسندویه خوړو له کمښت سره مخ دی.
د ۲۰ ډلې غونډه نن په اېټالیا کې پیل شه او ټاکل شوې ده ګډون کوونکي د نورو مسایلو سربېره د افغانستان په هکله هم خبرې اترې وکړي.
په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې له لوړېدو د اندېښنو په زیاتېدو سره د ملګرو ملتونو مرستیال هم وايي، افغانستان بېړنیو بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.
د بشرپالو مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس زیاتوي:«په افغانستان ډېرو شیانو ته اړتیا ده. دمګړۍ د دغه هېواد نیمايي نفوذ د کافي خوړو د کمښت له ګواښ سره مخ دی او پر دې نه پوهېږي چې، بل وار ډوډۍ به یې له کومه شي. تر پنځو کلو کم عمره نیمايي ماشومان بیا د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.»
نوموړی په دې اړه د ۲۰ ډلې هېوادونو غونډه چې، د ترسره کېدو په درشل کې ده، ډېره مهمه ګڼي:«د افغانستان په اړه ډېر محتاطه واوسئ. افغانستان ته پام وکړئ. د ۲۰ ډلې هېوادونو په څو وروستیو اوونیو کې یوازې د افغانستان په اړه دوه انلاین غونډې درلودې او دا یو لوی اعتبار او امتیاز دی. دغه غونډه ډېره مهمه ده؛ چې د افغانستان په اړه په کې خبرې وشي.»
له دې سره سم، د اسلامي امارت له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ لپاره معرفي شوي استازي سهیل شاهین په یوه ټویټ کې د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې او همداراز یې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، په جي۲۰ هېوادونو کې ژمنه شوې مرستې له ژمي مخکې د افغانانو په واک کې ورکړي.
د هغه په وینا، د ۲۰ ډلې هېوادونو په غونډه کې له افغانستان سره د یو مېلیارد یورو د مرستې ژمنه شوې وه.
له بل لوري د شل ډلې هېوادونو د غونډې له جوړېدو سره سم، د سیاسي ښځینه رهبرانو ته نومول شوې شبکې په یوې اعلامیې کې ویلي چې، د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو مشران باید په افغانستان کې د فعالو او سیاسي ښځو له امنیته ډاډ ترلاسه کړي.