Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد:ځينو هېوادونو ته د اسلامي امارت پلاوي سفر لاسته راوړنې لرلې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ځينو هېوادونو ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک ګڼي.

د هغه په وینا، ازبیکستان ته د اسلامي امارت وروستۍ سفر له لاسته راوړنو ډک و او زیاتوي چې له مقابل لوري سره په لیدنه کې، د پولو د امنیت، د ګمرکونو د مسایلو او ټرانزیټ په هکله خبرې اترې شوې دي.

مجاهد زیاته کړه:«ازبیکستان ژمنه کړې ده چې له ازبیکستانه تر پلخمري پورې د برېښنا پروژه پيل وي.»

د اسلامي امارت یو پلاوی تېره اوونۍ دوحې ته ولاړ او د چین له چارواکو سربېره یې د یو شمېر اروپايي هېوادونو او امریکا له استازو سره وکتل.

مجاهد وايي چې د اسلامي امارت پلاوي قطر ته په خپل وروستي سفر کې د امریکا او اروپايي هېوادونو استازو ته ویلي دي چې د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل د نړۍ د هېڅ هېواد په ګټه به نه وي.

مجاهد همدارنګه د هیرمند د اوبو د حق په هکله له ایران سره خبرې ارې رد کړې او زیاته کړې کړه چې اسلامي امارت د هېواد ګټو خوندیتابه ته ژمن دی

مجاهد چې نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وینا کوله وویل:«په دې هکله هېڅ مسوول په رسمي توګه خبرې اترې نه دي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبانو په غیر رسمي لیدنو کې په دې هکله له ایران سره خبرې اترې کړې دي.

ښاغلی مجاهد په واشنګټن کې د مقاومت جبهې ته د جواز ورکړې د ادعا په اړه هم غبرګون وښود.

هغه زیاته کړه چې، اوس په افغانستان کې د جګړې وخت پایته رسېدلی او واشنګټن کابل ته د مقاومت جبهې ته د جواز ورکړې ادعا رد کړې ده.

په داسې حال کې چې، په اېټالیا کې د جي شل هېوادونو غونډه روانه ده او داسې تمه کېږي چې، د افغانستان مسایل د دغې غونډه یوه برخه وي . د اسلامي امارت ویاند د دغې غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکوي چې، د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خیستل شي.

د اسلامي امارت ویاند دغه لیده کاته هیله بښوونکې ګڼي او وايي چې، د نړۍ له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پيژندلو ته نږدې شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه