د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې د هوا له سړېدو سره د سونګ توکو په ځانګړې توګه د لرګیو بیه په بازارونو کې لوړه شوې ده.
دوی وايي چې د سږني ژمې د سونګ توکو د چمتووالي لپاره اندېښمن دي او د لرګیو د پېر وس نه لري.
نوموړي د لرګیو د بیې لوړېدل د کابل ښار کې د تېلو د بیو د لوړېدو له امله ګڼي.
یو شمېر کابل مېشتي وايي چې له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ دي بلخوا د سونګ توکو لوړېدو د دوی ستونزې دوه برابره کړې دي.
د کابل یوه له اوسېدونکو ستار چې څلور ماشومان لري او له همدا اوسه ژمي ته اندېښمن دی. دی وايي نه پوهېږي چې، د ډوډۍ او د لرګیو پیسې به له کومه کړي.
نوموړي وویل:«زه شپه او ورځ په دې فکر کې یم چې زما ماشومان به له دغه ژمي څه ډول ژوندي ووځي. زه نه پوهېږم چې د دوی کومه برخه ژر چمتو کړم، ډوډۍ او که لرګي.»
د هغه په وینا، په کمې کرایې سره یې یو کور نیولی چې، د ګرمېدو سیستم نه لري. دغه کورنۍ ۹ زره افغانۍ عاید لري او دې ته اندېښنو وړي چې، په ژمي کې به څنګه ځانونه تاوده وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېلو د یو لېټر بیه له ۳۵ افغانیو ۷۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د کابل ښار یو لرګي پلورونکی وايي چې د لرګیو د لېږد رالېږد لوړې بیې، د دغو توکو بیه لوړه کړې ده. هغه زیاتوي:«سږکال د دې لپاره قیمت شوي دي چې ښږکال تېل دوه برابره شوي دي.»
سږکال په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه بېخي لوړه شوې او راروان ژمي بیا د دغو هېودوالو اندېښنې څو برابره کړې دي.
په دې اړه مو اندونه