Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي: افغانستان کې د ټاپي پروژې کار به ډېر ژر بېرته پیل شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره په خبري ناسته کې وویل چې کابل ته د ترکمنستان پلاوي په دوه ورځني سفر کې، پر مهمو اقتصادي مسایلو په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې او د اوسپنې پټلۍ او برېښنا په هکله خبرې اترې شوې دي.

د هغه په وینا، د اقتصادي مسایلو سربېره، هغوی د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، د سیاسي ګډون دوام او د سیمه ییزو مسایلو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.

مقتي وايي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هغه ته بلنه ورکړې ده چې له عشق اباد څخه لیدنه وکړي.

د متقي په وینا، ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې کار ډېر ژر په افغانستان کې بېرته پيل شي.

هغه زیاته کړه:«مهم مسایل، د ټاپي پروژې، اوسپنې پټلۍ او برېښنا دي. په دې کې دا پرمختګ شوی دی هغه پروژې چې پیل شوې دي، نور هم پیاوړي شي هغه پروژې چې د ترکمنستان له خوا پيل شوې دي لکه ټاپي پروژه، عملي کار یې به یې په افغانستان کې هم پیل شي.»

د ترکمنستان پلاوی تېره ورځ کابل ته راغلی او د دغو دوو ورځو په لړ کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې کړې دي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او مله پلاوي یې نن د رییس الوزار له مرستیال عبدالسلام حنفي سره ولیدل. 

مجاهد زیاتوي چې په دغې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي مسایلو په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې او اوسپنې پټلۍ په هکله خبرې اترې او مهمې پرېکړې کړې دي.

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په دغې پروژه کې د څلورو شاملو هېوادونو، افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ولسمشرانو پرانیستل شوه.

د دغې پروژې عملي کار په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې په افغانستان کې پیل شو، خو د امنیتي او تخنیکي مسایلو له امله د هغه کار ودرول شو. 

د ټاپي پروژې د ګازو د نل لیکي ټولیز اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومټره دی او دغه نل لیکه د ترکمنستان غاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

دغه نل لیکه د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي او د ۱۸۱۴ کیلومټرو له ډلې ۸۱۵ کیلومټره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.

په افغانستان کې د ټاپي د غازو نل لیکه د هرات - کندهار د لویې لارې د واټ په اوږدو کې غځېږي او له هغې وروسته د پاکستان له کوټې او ملتان تېرېږي او په پای کې د هند فزیلکا ښار ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه