Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بیجینګ او دوشنبې په تاجیکستان کې د پوځي اډې جوړول رد کړل

د افغانستان پولې ته نږدې په تاجیکستان کې د چین له لوري د یوې پوځي اډې د جوړېدو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس چین او تاجیکستان د دغې اډې جوړېدل رودي.

د تاجیکستان کورنیو چار وزارت ویلي چې، له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجیکستان په خاوره کې د چین د نظامي اډې د جوړېدو په تړاو راپورونه ناسم دي او د دغسې یوه کار هوډ نه لري.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي:«په تاجیکستان کې د چین د نظامي اډې د جوړېدو په تړاو اطلاعات ناسم دي او دغه موضوع د دوو اړخیزو اړیکو په کاري اسلوب کې نشته.»

خو د دغه بنسټ په اعلامیې کې راغلي چې، د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت او د چین د ملي امنیت د وزارت تر منځ په شوې هوکړه کې به د تاجیکستان په بدخشان ولایت کې د دواړو هېوادونو ګډ نظامي تمرینونه ترسره شي او ټول لګښت به یې هم چین پرې کړي.

له بل لوري د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم په تاجیکستان کې د پوځي اډې د جوړولو مسله رد کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونینګ څرګندوي:«له څېړنو وروسته مو وموندله چې، د افغانستان پولې ته نږدې د پوځي اډې د جوړولو په اړه راپورونه نا سم دي.»

د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د ګواښونو په تړاو اندېنښې د دې لامل شوي چې، د سیمې ځینې هېوادونه د خپلو پولو د ساتنې لپاره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تېره ورځ یو ځل بیا په ټينګار سره وویل چې، د افغانستان خاوره به د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ نه وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ونه ګواښل شي.

تېره اوونۍ د فرانسې خبري آژانس د تاجیکستان د دولت د چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې، چین هېواد د افغانستان پولې ته نږدې د تاجیکستان په خاوره کې د ۸ اعشاریه ۵ مېلیارده ډالرو په لګښت یوه نظامي اډه جوړوي او له جوړېدو وروسته به په هغې کې چینايي ځواکونه ځای پر ځای شي.

له دې مخکې رپوټ ورکړل شوی و چې چین په تاجیکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې یوه پوځي اډه جوړ وي.

شریک یي کړئ