Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مخکیني حکومت د پوځیانو مړي لاهم په روغتون کې ساتل کېږي

د دفاع وزارت لوی درستیز وایي، د مخکیني حکومت د پوځیانو یو کانتینر مړي تر اوسه په سردار محمد داوود خان روغتون کې ساتل کېږي.

قاري فصیح الدین بدخشان کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، مخکیني حکومت او اسلامي امارت هڅه کړې چې د دغه مړو کورنۍ پیدا کړي خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

لوی درستیز قاري فصیح الدین په دې هکله وايي:«د پخواني حکومت د پوځیانو یو کانټينر ډک مړي د سردار محمد داوود خان په روغتون کې ساتل کېږي. د دغو سرتېرو د کورنیو د پیدا کولو لپاره د مخکیني حکومت هڅې هم بې پایلې وې او اسلامي امارت هم په هڅه کې دی چې د دغو وژل شویو پوځيانو کورنۍ پیدا کړي ترڅو دغه مړي ورته تسلیم کړي.»

د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شوو طالبانو له کورنیو سره د غمرازۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت د وژل شویو ځواکونو کورنۍ له اسلامي امارته د مرستې غوښتنه کوي.

د طالب ځواکونو د یوه قرباني د کورنۍ غړی محمد شفیع څرګندوي:«اسلامي امارت باید د طالب قربانیانو له کورنیو سره چې په تېرو شلو کلونو کې جنګېدلي دي، پاملرنه وکړي چې دغه کورنۍ له اقتصادي پلوه ښه والی ومومي.»

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز له هېوادوالو غواړي چې د یوه پیاوړي حکومت د درلودلو لپاره له اسلامي امارت ملاتړ او ننګه وکړي.

په ورته مهال،  په تېره شل کلنه جګړه کې د وژل شوو طالبانو کورنۍ له اسلامي امارت غواړي چې اقتصادي ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

Thumbnail

د دفاع وزارت لوی درستیز وایي، د مخکیني حکومت د پوځیانو یو کانتینر مړي تر اوسه په سردار محمد داوود خان روغتون کې ساتل کېږي.

قاري فصیح الدین بدخشان کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، مخکیني حکومت او اسلامي امارت هڅه کړې چې د دغه مړو کورنۍ پیدا کړي خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

لوی درستیز قاري فصیح الدین په دې هکله وايي:«د پخواني حکومت د پوځیانو یو کانټينر ډک مړي د سردار محمد داوود خان په روغتون کې ساتل کېږي. د دغو سرتېرو د کورنیو د پیدا کولو لپاره د مخکیني حکومت هڅې هم بې پایلې وې او اسلامي امارت هم په هڅه کې دی چې د دغو وژل شویو پوځيانو کورنۍ پیدا کړي ترڅو دغه مړي ورته تسلیم کړي.»

د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شوو طالبانو له کورنیو سره د غمرازۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت د وژل شویو ځواکونو کورنۍ له اسلامي امارته د مرستې غوښتنه کوي.

د طالب ځواکونو د یوه قرباني د کورنۍ غړی محمد شفیع څرګندوي:«اسلامي امارت باید د طالب قربانیانو له کورنیو سره چې په تېرو شلو کلونو کې جنګېدلي دي، پاملرنه وکړي چې دغه کورنۍ له اقتصادي پلوه ښه والی ومومي.»

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز له هېوادوالو غواړي چې د یوه پیاوړي حکومت د درلودلو لپاره له اسلامي امارت ملاتړ او ننګه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه