د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده، د لومړي ځل لپاره د کندهار ولایت په یوې مدرسه کې را څرګند شو او وینا یې وکړه.
د کندهار ښار په نهمه ناحیه کط د حکیمیې مدرسې مسوولان طلوع نیوز ته وايي چې ملاهبت الله د شنبې په ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته یوه لنډه وینا لرله.
د حکیمیې مدرسې مسوول شیخ سید احمد په دې هکله وايي:«تېره ورځ شیخ صاحب د حکیمیې مدرسې ته راغی، د دغې مدرسې کابو ۷۰۰ تر ۸۰۰ زده کوونکو او اوسېدونکو سره یې ولیدل او هغوی ته یې وینا وکړه.»
د حکیمیه مدرسې زده کوونکی قاري انس هم وویل:«کله چې موږ هغه لیده ټولو زده کوونکو او ښوونکو له خوشحالۍ ژړل او ډېر خوشحاله وو او موږ یې په راتګ ویاړو.»
د اوسني حکومت له رامنځته کېدو سره سم، ملا هبت الله اخندزاده چې، د امیر المومنین ځای لري، لا هم د خلکو په منځ کې یوه مرموزه څېره ګڼل کېږي.
د رییس الوزرا دویم مرستیال د یو شمېر خلکو په منځ کې د ملا هبت اله راڅرګندېدل تاییدوي او وايي چې، هغه دمګړۍ هم په کندهار کې دی.
د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي څرګنده کړه:«د اسلامي امارت امیر دی دننه په افغانستان کې دی، هره شېبه حق لري چې له افغانانو سره کېني، د هغوی ستونزو ته وغوږ ونیسي او د هغوی له احوال او ستونزو خبر شي.»
د کندهار په حکیمیه مدرسې کې د اسلامي امارت د رهبر د راڅرګندېدو تصویر لا تر اوسه نه دی خپور شوی؛ خو د وینا ځینې برخې یې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې، ملا هبت الله اخندزاده په بلوچستان کې په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.
د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په دې هکله وايي:«هغوی چې پر جایزه اېښودل شوې ده ټول یې په کابل کې دي، خو ما نه دي اورېدلي چې پر مولوي صاحب هبت الله باندې دې جایزه وي. هېڅ دلیل نشته چې د خلکو په منځ کې نه وي. د افغانستان خلک هیله لري چې نه یوازې غږ یې بلکې څېره یې هم وویني.»
ملا هبت الله اخندزاده له ۲۰۱۶ کال راهیسې، له هغې وروسته کله چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منضور د امریکا د یوې بې پیلوټې الوتکې په برید کې ووژل شو. د اسلامي امارت مشري یې په غاړه واخیسته. له هغه وخته تر اوسه یوازې یو عکس یې خپور شوی دی.
په دې اړه مو اندونه