Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صالح غني ته: له خلیلزاد سره د سولې غږیز کلپونه افشا کړه

امرالله صالح د زلمي خلیلزاد د خبرو په غبرګون کې له اشرف غني غوښتي دي چې له خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو سره د خبرو غږیز کلپونه چې په پټه توګه ثبت کړي دي خپاره کړي.

ښاغلي صالح په خپلو ټویټونو کې زیاتوي چې د سولې د خبرو پر مهال د اشرف غني او خلیلزاد تر منځ بې باوري رامنځته شوه او دوی اړ شول چې دغه خبرې په پټه ثبت کړي او د دې وخت رارسېدلی دی چې هغه ټولې خپرې شي.

خلیلزاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې د دوحې د سولې د خبرو پر وړاندې د خنډونو په هکله خبرې کړې دي.

صالح لیکلي دي:«زه له اشرف غني غواړم چې د جولای او اګسټ میاشتو له خلیلزاد او نورو بهرنیو چارواکو سره د سولې په هکله غږیز کلپونه خپاره کړي چې د منفي تبلیغاتو مخنیوی وشي چې ګواکې په دغو خبرو اترو کې پړه د افغانانو ده واخلي. زه ډاډه یم چې دا کلپونه شته او د دې وخت دی چې دا ټول خپاره شي.»

ښاغلی صالح زیاتوي چې د سولې خبرو اترو په لړ کې هغه بې اعتمادي چې د غني او خلیلزاد ترمنځ رامنځته شوه هغوی اړ شول چې دغه خبرې اترې په پټه ثبت کړي.

ښاغلی صالح په توېټر کې لیکلي:«له هغې وروسته چې د خلیلزاد دوکې څرګندې شوې، پرېکړه وشوه چې د سولې په هکله له نوموړي او د هغه له پلاوي سره حضوري او ټلېفوني خبرې اترې دې ثبت شي او اوس چې هره ورځ د ملت پر ټپونو مالګه اچوي اړتیا ده چې دغه خبرې اترې خپرې شي چې د هغوی خلاف کړنې څرګندې شي.»

بل خوا د اسلامي امارت مسوولان وایي چې د سولې خبرې په ښکاره ډول شوې دي او په دې بهیر کې هېڅ هم په پټه نه دي شوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«اسلامي امارت د ټول ملت په هکله مسوول دی او خبرې اترې هغه ډول ترسره شوې دي چې په هوکړه لیک کې وې او پټ څه شتون نه لري.»

تر دې وړاندې خلیلزاد د سي ان ان له  خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان د سولې په تړاو اصلي ستونزه د حکومت او طالبانو ترمنځ واټن و او غني فکر کاوه چې امریکا به هېڅکله افغانستان پرې نه ږدي او د افغان ځواکونو په تړاو یې ناسمه محاسبه لرله او په واک کې یې پر پاتې کېدو ټینګار درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه