Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د تېرې ورځې برید په وړاندې غبرګونونه

د سردار محمد داوود خان روغتون په دروازه کې د تېرې ورځې بریدونه له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو غبرګونو سره مخ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د دغه برید په غبرګون کې ویلي دي چې د ولسي وګړو او روغتیايي برخې د کارکوونکو په نښه کول د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي او هغه کسان چې د داراز بریدونو تر شاه دي، باید حساب ورکوونکي وي.

ورته مهال اروپايي ټولنې هم په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی. دغې ټولنې په یوه ټویټ کې لیکلي:«موږ پر پوځي روغتون او ولسي وګړو برید په کلکه غندو. روغتیايي مرکزونه او ولسي وګړي باید په نښه نه شي.»

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم په کابل کې پر روغتون د برید په غبرګون کې ویلي دي چې پاکستان دغه برید چې په پایله کې یې ځينې وژل شوي او پټیان شوي دي غندي.

ځينو سیاسي څېرو هم پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید بشري جنایت ګڼلی او د خلکو پر یووالي یې ټينګار کړی دی. 

په کابل کې د سردار محمد داوودخان روغتون په مخ کې له دوو چاودنو وروسته؛ پنځو بریدګرو هڅه وکړه چې دغه روغتون ته ننوځي چې د اسلامي امارت ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

د اسلامي امارت ویاند د دغه برید له پای ته رسېدو وروسته په یوې اعلامیه کې وویل چې په داعش ډلې پورې اړوندو کسانو دغه برید کړی وو چې په پایله کې یې اوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.

مجاهد همدارنګه ویلي دي چې پنځه واړه بریدګر د دغه روغتون په دروازې او انګړ کې د اسلامي امارت له خوا وژل شوي دي.

داعش د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه