Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یونیسف وایي افغان ښوونکو ته د تنخواوو په ورکړه کار کوي

وروسته له هغې چې نړۍوالې ټولنې افغانستان کې له اوسني حکومت سره مرستې ندې کړي، اوس یونیسف یا له ماشومانو نه ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، چې دوی پر داسې تګلاره کوي، چې افغان ښوونکو سره مستقیمې مالي مرستې وکړي.

افغانستان کې د یونیسف مشر ژانت وګلار رویټرز ته په یوه ایمیل کې لیکلي: "یونیسف په داسې سیسټم کار کوي، چې له مخې یې افغان ښوونکو ته د پیسو ورکړې مستقیمه لار برابروي، چې له چارواکو سره به له اړیکې پرته وي. "

د یونیسف مشر دا هم ویلي، چې دوی د ټولو دولتي ښوونکو د نومونو ثبتول پیلوي.

وګلار دا هم ویلي: "یونیسف له مرستندویانو غواړي، چې افغان ماشومان نهیلي نه کړي. "

د تېر اګېسټ ۱۵ مې نېټې راهیسې، پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو نه راوروسته، افغانستان کې د روغتیا او تعلیم په څېر د عامه خدمتونو برخې ټکنۍ شوې دي.

ګڼو هېوادونو د بشري مرستو ورهاخوا افغانستان سره نورې مالي مرستې، چې له څو پروسو وروسته ترسره کېږي بندې کړې دي.

له دې سره د ښوونکو په ګډون د عامه خدمتونو د څانګو کارکوونکو د تېرو څو میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي اخېستي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د پروګرامونو او بهرنیو مرستو د برخې مسوول وحیدالله هاشمي ویلي: "موږ له یونیسف او نورو نړۍواله بنسټونو سره کار کوو، چې یوه غوره حل لار پیدا کړو، موږ تقریباً هره ورځ له هغوی سره غونډې لرو. "

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه