Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار استخباراتو ریاست د ۲۵۰ داعشیانو له تسلیمېدو خبر ورکوي

د ننګرهار د استخباراتو ریاست چارواکي وایي، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۲۵۰ تنه داعش وسله وال تسلیم شوي دي.

چارواکي زیاتوي، یاد کسانو ته يې اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله اخندزاده د حکم په بسنټ بخښنه کړې او دغه لړۍ به دوام ولري.

د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وایي:«په تېرو دوو میاشتو کې د نن ورځې په ګډون چې ۲۵ کسان داعش وسله وال امارت ته تسلیم شوي چې ټول یې ۲۵۰ تنو ته رسېږي، دوی ته بښنه شوې چې نور به زموږ په ضد نه جنګېږي له خپلو شومو کړنو څخه به لاس اخلي او که چېرته بیا هم دوی په خپلو ژمنو ونه درېدل نو له سختې سزا سره به مخ شي.»

د تسلیم شویو له ډلې ضیاءالدین وایي:«موږ مخکې د طالبانو په ضد د ننګرهار په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کولو، خو اوس اسلامي امارت موږ ته غېږه خلاصه کړې ده.»

د تسلیم شویو له ډلې اسراییل هم څرګندوي:«موږ راغلو دوی (اسلامي امارت) ته تسلیم شو او په خپلو تېرو کړونو پښېمانه یو نور به له دوی سره یو ځای د هېواد د ابادۍ لپاره هڅه کوو چې خپل هېواد را جوړ کړو.»

بلخوا يو شمېر قومي مشران وايي، د دوی په منځګړیتوب تسلیم شوي کسان که بیا ځلې د داعش لیکو ته لاړل، د قومي خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي او کورونه به یې وسوځوي.

قومي امیرګل اسلم وایي:«موږ له دغو تسلیم شویو داعش وسله والو نه دا تعهد اخیستی چې نور به له تخریبي کړنو لاس اخلي، خو بیا هم که دوی دا هڅه وکړه چې په هېواد کې نا امني رامنځته کړي ولسي خلک وزوروي او د اسلامي امارت په ضد د بیا ځل لپاره وسله پورته کړي نو د قوم پرېکړه داده چې د دوی کورونه به سوځوي او جلا وطن کېږي به بیا به د شکایت حق نه لري.

په دې وروستيو کې وخت ناوخته په جلال اباد ښار کې د ناامنیو خبرونه خپرېږي چې مسووليت یې داعش په غاړه اخلي، خو ولايتي چارواکي وايي، چې د دې ډلې د هر ډول فعالیتونو مخه يې په ښه توګه نیولې ده.

قومي مشران وايي، د دوی په منځګړیتوب تسلیم شوي کسان که بیا ځلې د داعش لیکو ته لاړل، د قومي خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي او کورونه به یې وسوځوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه