Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند به د افغانستان په هکله د یوې سیمه ییزې غونډې کوربتوب وکړي

هند په پام کې لري چې د روانې اوونۍ په پای کې د افغانستان د وضعیت په هکله د یوې سیمه ییزې غونډې کوربتوب وکړی.

هندۍ رسنیو رپوټ ورکړي چې په دې غونډه کې روسیې او ایران د ګډون ژمنه کړې ده، خو پاکستان ویلي دي چې دې غونډې ته به خپل کوم استازی ونه لېږي.

بل خوا کابل وایي چې تمه لري، هغه غونډې چې د افغانستان په تړاو جوړېږي، د هېواد په ګټه وي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي:«د افغانانو حقوق باید اعاده شي. هغوی باید د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله غږ پورړه کړي. موږ له ټولو هغو غونډو چې له افغانستان سره د همکارۍ په پار جوړېږي هرکلی کوو.»

له دې مخکې مسکو او تهران هم د افغانستان د وضعیت په هکله سیمه ییزې غونډې جوړې کړې وې.
             
د سیاسي چارو شنونکی قریب الله سادات په دې هکله څرګندوي:«موږ له دغو غونډو باید استفاده وکړ چې وکړی شو سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړو چې اسلامي امارت چې اوس د واکمنۍ واګي په لاس کې لري، پروګرام لري او چا ته ستونزه او زیان نه رسوي.»   
 
خو د هند په غونډه کې به د کومو مسایلو په تړاو خبرې وشي؟

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي په دې هکله وویل:«موږ د افغانستان خلک ولې له دغط ناستې به رسمي توګه غایب وو. ښه به دا وي چې حکومت د اصلاح او ټول ګډونه حکومت ژمنه ژر تر ژره اجرا کړي ترڅو د افغانستان حکومت د نړۍ له خوا ومنل شي او د افغانستان له استازي پرته هېڅ غونډه اجرا نه شي.»

د هند غونډه به د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه جوړه شي.

د مسکو او تهران له غونډو وروسته ټاکل شوې د چهارشنبه په ورځ هند  د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه