Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر حکومت د امنیت چارواکو داعش سره د پوځيانو یوځای کېدل رد کړل

هغه لیک چې په ظاهره د ملي امنیت د پخوانيو چارواکو په ادرس خپره شوې ده، له داعش سره د پخواني حکومت د پوځيانو یوځای کېدل بې بنسټه بللي دي.

دغه لیک له داعش سره د پخواني حکومت د پوځيانو د یوځای کېدو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته رسنیو ته رسېدلی دی د دغه لیکه په یوه برخه کې راغلي دي چې د تېر حکومت د ملي امنیت پوځیان د اسلامي امارت له خوا لټول کېږي.

دغه لیک د کره والي په اړه لا تر اوسه بشپړ معلومات په واک کې نشته؛ خو په یوې برخه کې یې راغلي چې:«دمګړۍ د څارګرې ملي ادارې سلګونه او زرګونه منسوبین په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې راګیر دي او هره ورځ طالبان د هغو د پېژندنې او له منځه وړلو په لټه کې دي. ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د څارګرې ملي ادارې د ځواکونو مسله یوې خوا ته کړي ګڼې له هغې پرته به د څارګرې ملي ادارې د منسوبینو د وژل کېدو شاهدان وي.»

د تېر حکومت د څارګرې ملي ادارې افسرانو او کارکوونکو د دغه لیک په یوې برخه کې ویلي چې، اوسنی حکومت او نړۍواله ټولنه باید د دوی غوښتنو ته پام وکړي.
 
د سیاسي چارو شنوونکی سعید احمد وايي:«په وروستیو ورځو کې ګواښونه زیات شوي او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي او ویل کېږي چې ځينې امنیتي ځواکونه لټول کېږي او په نښه کېږي.»

ورته مهال د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د عمومي بښنې له اعلان سره، هغوی هېڅ پوځي ته زیان نه دی رسولی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی څرګندوي:«هېڅ پوځي تعقیب شوی او ګواښل شوی نه دی او عمومي بښنه اعلان شوې ده، خو هغو کسانو چې د عمومي بښنې څخه وروسته جنایت او خیانت کړی دی د امارت له خوا پوښتل شوي دي.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت مسوولین وايي، د عمومي بښنې په اعلان سره یې د تېر حکومت هېڅ نظامي نه دی ځورولی او زیاتوي چې، د ټولو امنیت ساتل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«له ټولو پوځيانو چې په پخواني حکومت کې یې کار کاوه، له دوی غواړو چې له دې کاره لاس واخلي، ځکه د خلکو په منځ کې د دغو اندېښنو رامنځته کېدل هغوی بد وي، د اسلامي امارت له خوا هېڅ ګواښ او ځور شتون نه لري.»

تر دې مخکې وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ویلي وو چې، د تېر حکومت د څارګرې ملي ادارې یو شمېر منسوبینو د ځاني امنیت لپاره په داعش ډله کې نوم لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه