Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شول

له میاشتو انتظار وروسته، هرات کې له اووم تر دولسم ټولګي پورې د زده کوونکو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شول.

د هرات د زده کوونکو متخبه شورا وايي چې له دغه اقدام سره هرات کې ښوونځيو ته د څه باندې ۳۰۰ زره زده کوونکو نجونو د تګ زمینه برابره شوه.

 په هرات کې د اسلامي امارت له مسوولانو سره د ښوونکو د منتخبې شورا او د نجونو د ښوونځيو له مسوولانو سره تر یوې میاشتې خبرو او چنو وروسته د ښځینه زده کوونکو پروړاندې له اووم تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانستل شوې دي.

د هرات د ښوونکو د منتخبې شورا رییس محمد صابر مشعل وویل:«له دې مخکې یوازې له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي زده کوونکې ښوونځيو ته راتللې، خو اوس د اووم تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکې ښوونځيو ته درومي له دې مخکې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ زره زده کوونکې له ښوونځيو بې برخې شوې وې.»

په هرات کې له اووم تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځيو پرانستل کېدو د دغو نجونو هېلې راټوکولې دي.

د نهم ټولګي زده کوونکې میسره وفا وايي:«په هغې موده کې چې ښوونځي تړلی وو او خپلو درسونو ته حاضرېدای نه شوو، ډېر ناهیلې شوي وو. د ښوونځيو له پیل سره موږ ته یوه نوې هیله پيدا شوې ده.»

د نهم ټولګي زده کوونکې ساناز حیدري هم څرګندوي:«دا چې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شوې دي او کولای شو د هلکانو ترڅنګ درس ووایوو ډېر خوشحاله یوو.»

ښوونځیو ته د نجونو د بېرته راستنېدو په تړاو له هیلو سره سره، ښوونکو ته د معاشونو نه ورکړه لاهم په هرات کې د پوهنې په برخه کې یوه جدي ستونزه ده. د هرات ښوونکو له څلورو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ښوونکې سهیلا شریفي په دې هکله زیاتوي:«زموږ تمه دا ده چې د نجونو ښوونځي یو ځل بیا ونه تړل شي او زموږ د تدریس په وړاندې خنډ نه شي او همداسې دوام وکړي.»

بله ښوونکې زرغونه رسولي څرګندوي:«د ښوونکو د عاید یوازینۍ لار د هغوی معاش دی او څو میاشتې کېږي چې نه دی ورکړل شوی. که چېرې د ښوونکو معاشونه ورکړل شي هغوی کولای شي چې په غوره توګه تدریس وکړي.»
 
په هرات کې څه باندې یو مېلیون زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې نیمایي یې نجونې دي. اوس مهال په هرات کې د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانېستي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه