Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جک سولیوان: امریکا له کابل سره مستقیمو مرستو ته چمتو نه ده

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وايي لا ژر ده چې د افغانستان نوي حکومت ته په نېغه توګه مالي مرستې وسپارل شي.

نوموړي له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې وايي چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د پام وړ زمینه برابره کړي.

سولیوان وویل:«موږ اوس په دې وضعیت کې نه یوو چې د افغانستان له خلکو سره د نوې مشرتابه له لارې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړو. خو زموږ مرستې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو، د خوړو نړۍوال سازمان او ځينو نورو سازمانونو له خوا به دوام پيدا کړي.»

ورته مهال داسې اندونه دي تر هغې چې امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه کړي، دغه مرستې به ونه شي کړای چې د افغانستان د اقتصادي ناورین مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنوونکی روح الله هوتکي وايي:«امریکا نه یوازې د افغانستان پیسې بندې کړې دي، بلکې په افغانستان کې د بیارغونې ټولې پروژې درول شوې دي چې دا په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ لامل دی.» 

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«که چېرې د اسلامي امارت د چارواکو له خوا نغدي مرستې په سمه توګه مدیریت نه شي، نه یوازې د کړکېچ د مخنیوي لپاره به غوره نه وي، بلکې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل به هم شي.»

امریکا په داسې حال کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي چې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې هغوی د حکومت د جوړېدو په حال کې دي او د ټولو قومونو استازي به په کې ګډون ولري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«موږ د دې په هڅه کې یوو چې په کابینه کې بدلون راشي چې د افغانستان خلک یې غواړي او هغه ډول وي چې د ټولو قومونو علمي کادرونه په کې شامل وي.»

که څه هم له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتونو اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د مخنيوي لپاره یې له دغه هېواد سره یې ۱۴۴ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده، خو د افغانستان خلکو ته د دغو مرستو د رسېدو په کله تراوسه کوم خبر نشته.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه