Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټام وېسټ وایي امریکا له طالبانو سره بیاځلې خبرو ته تیاره ده

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ، چې اروپا او اسیا ته یې خپل لومړنی سفر پیل کړی وایي، چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې د خبرو بیاځلې پیل ته په چمتو کېدو ده.

د رویټرز خبري اژانس یوه رپوټ کې راغلي، چې ښاغلي وېسټ پرون په بروکسل کې خبریالانو سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې طالبانو سره خبرې به یې قطر کې وي، خو دقیقه نېټه یې لا نه‌‌شي ویلی.

افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه ښاغلی وېسټ، اسیا او اروپا ته په خپل لومړني سفر دی، چې بروکسل ته رسېدلی او ټاکل شوې، پاکستان، هند او روسیې ته هم ولاړ شي.

ټام وېسټ په بروکسل کې د امریکا د ملګرو هېوادونو له استازو سره کتنه کې، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پر تګلاره خبرې کړي دي.

ښاغلي وېسټ ویلي:"طالبانو په ډېره څرګنده توګه نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کېدو ته لېوالتیا ښودلې. طالبان غواړي چې له افغانستان سره مرستې بېرته پیل شي، کابل کې سفارتونه بېرته پرانیستل شي او لګېدلي بندیزونه ترې لېرې شي."

له دې سره ټام وېسټ خبریالانو ته ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې، مخ په زیاتېدونکو بریدونو ته اندېښمنه ده.

وېسټ وایي، امریکا غواړي چې اسلامي امارت د داعش په ځپلو کې بریالی شي.

د وېسټ په وینا، القاعده هم په افغانستان کې شته او هغوی به په دې هکله له طالبانو سره خبرې وکړي.

وړاندې ځینو امریکایي نظامي چارواکو ویلي وو، چې کېدای شي په افغانستان کې داعش ډله داسې وس پیدا کړي، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پر امریکا برید وکړي.

خو د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا ویلي، چې داعش ډله جدي ګواښ نه دی او دوی یې ځپلی شي.

ټام وېسټ دا هم ویلي، چې امریکا به د افغانستان خلکو سره بشردوستانه مرستې وکړي، خو په وینا یې، د افغانستان د کنګل  شویو زېرمو ازدولو په هکله لا تراوسه ولسمشر جوبایډن پرېکړه نه ده کړې.

وېسټ زیاته کړې، چې امریکا اوس لپاره کابل کې بېرته خپل سفارت پرانیستل نه غواړي.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دا هم وایي، چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې، مخ په زیاتېدونکو بریدونو ته اندېښمنه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه