Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې د بهرنیو چارو سرپرست سبا پاکستان ته ولاړل شي

ټاکل شوې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، سبا د یوه پلاوي په مشرۍ له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، دا لوړی ځل دی چې د اوسني حکومت یو پلاوی په رسمي توګه پاکستان ته ځي.

اسلامي امارت وايي چې پاکستان ته د امیرخان متقي او د هغه د مله پلاوي په دغه سفر کې به، د اقتصادي اړیکو، ټرانزیټ او همدارنګه د افغان کډوالو د ستونزو د حل په پار له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د دغه پلاوي په ترکیب کې، د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو تخنیکي ډلې هم شاملې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وايي:«په دغه سفر کې د پاکستان له بېلابېلو چارواکو سره به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو او همدارنګه د دواړو هېوادونو په دروازو کې د ډېرو اسانتیا د رامنځته کولو په هکله بحث او خبرې اترې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي پر حواله رپوټ ورکړی دی چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکو دوو ورځو د روسیې او امریکا په ګډون د افغانستان په هکله د ټرویکا غونډې کوربه وي.

تاس خبري آژانس د افغانستان لپاره د کرمېلین د ځانګړي استازي له خولې رپوټ ورکړی دی چې دغه غونډه د امریکا، روسیې او پاکستان ترمنځ ترسره کېږي او له افغانستانه کوم استازی نه دی بلل شوی.

دوه ورځې مخکې په روسیه کې د افغانستان په کله د ترویکا غونډه د مسکو په ګډون کابل او اسلام اباد او امریکا په هغې کې له ګډون ډډه وکړه. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه