Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین، امریکا په افغانستان او سیمه کې پر بې ثباتۍ تورن وي

چین یو وار بیا په افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې د امریکا پر کړنو نیوکه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امریکا د یو شمېر هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له لارې بې ثباتۍ ته لمنه وهي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وايي:«امریکا په وار وار د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د توجیه او د سیمه ییز او نړۍوال امنیت د کمزورتیا لپاره د بشري حقونو او د ولسواکۍ له ارزښتونو کار اخیستی دی. د عراق، سوریې او آن افغانستان وضعیت دا ثابته کړې، کله چې، امریکا هڅه کړې په زور سره نړۍ ته ولسواکي او خپل ارزښتونه معرفي کړي؛ نو پایله یې سوکالي یا ثبات نه و؛ بلکې پایله یې ګډوډي وه. د امریکا ډېموکراسي له ډېر وخته ټکنۍ شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې په بګرام هوايي ډګر کې د چین د یوې نظامي اډې د احتمالي جوړېدو په تړاو راپورونه خپاره شوي و؛ خو اوس د هېواد دفاع وزارت وايي، هېڅ هېواد ته به د دې اجازه ورنه کړي چې، په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«دمګړۍ په افغانستان کې اجنبي او بهرنیان حضور نه لري او نه به یې ولري او اسلامي امارت هېڅ هېواد ته دا ډول فرصت نه برابروي.»

له دې سره سم، د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د نړۍوالو چارو شنوونکی جاوېد سنګدل څرګندوي:«امریکا شل کاله په افغانستان کې پانګونه وکړې ده، او امریکایان لېوالتیا نه لري چې د سیمې زبر ځواکي هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه له افغان حکومت یا طالبانو سره کار وکړي.»

د ولسي جرګې پخواني غړي ظاهر سالنګي هم وویل:«د سیمې او د زبر ځواکونو هېوادونو سیالي نه یوازې دا چې د افغانستان په ګټه نه ده، بلکې د افغانستان خلکو ته به ډېر زیان رامنځته کړي.»

په دې وروستیو اوونیو کې پر امریکا د چین نیوکې ډېرې شوې دي. تر دې مخکې  چین په کابل کې د اګست پر۲۹مې د امریکا پر کړي برید هم نیوکه کړې او د هغې عاملینو ته یې د سزا ورکړې غوښتنه کړې وه.

د چین بهرنیو چارو وزارت پر هغه څه چې، د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا بې ثباته کوونکې کړنې بولي، نیوکې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه