Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان به سبا د افغانستان په هکله د ترویکا غونډې کوربه وي

ټاکل شوې چې سبا اسلام اباد هم د افغانستان په هکله د ترویکا ناستې کوربه توب وکړي. 

پاکستاني رسنیو په دې هکله ویلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي به د دې ناستې په څنډه کې د امریکا، روسیې او چین له استازو سره لیدنې کتنې هم ولري.

په دې لړ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن مازدیګر مهال د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته په درې ورځني سفر ولاړ.

د اسلام اباد او کابل د اړیکو ښه والی، اقتصادي، ټرانزیټي مسایل او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل به پاکستاني چارواکو سره د امیرخان متقي د بحث مهم ټکي وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«په دغې ناسته کې د تېرو خبرو اترو په تعقیب چې له پاکستان سره شوې دي، د سوداګرو د ستونزو او ننګونو او د اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو سربېره د سرحدي ستونزو په هکله خبرې کېږي.»

پاکستان ته د امیرخان متقي سفر په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د ترویکا له غونډې یوه ورځ مخکې ترسره شوې ده.
 
د پاکستاني ځینو رسنیو راپور ورکړی چې، په یادې غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته هم د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:«امیرخان متقي د ترویکا غونډې له ګډونوالو نه دی، بلکې د دغې ناستې په څنډه کې د ترویکا پلاس غونډې ګډونوال به له امیرخان متقي سره د تخنیکي مسایلو په هکله یوه جلا غونډه ولري.»

د چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې، دغه سفر پاکستان ته په دې موخه شوې چې، کابل خپل لیدلوري اسلام اباد ته څرګند کړي او همداراز له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو په موخه د سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړ شي.

د پوځي چارو شنوونکي صادق شینواري وویل:«طالبان هڅه کوي چې له پاکستان سره خپلې سټراټېژيکې اړیکې پراخې کړي او د پاکستان له لارې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره ډيپلوماټیکې او سټراټېژيکې اړیکې تعقیب کړي.»

په ترویکا غونډه کې روسیه، امریکا، پاکستان او چین ګډون کوي. دغه مسایل په داسې حال کې دي چې، پاکستان لا هم په افغانستان کې نوی جوړ شوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان په تړاو د هند د ناستې سره هم مهاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په مازیګر اسلام اباد ته ولاړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه