Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران:د کډوالۍ مخنیوي لپاره باید د افغانستان اقتصادي ستونزې حل شي

ایران پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې دغه هېواد ته د جوپې - جوپې افغانانو د ورتک مخه دې ونیسي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی که د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت ته پام ونه شي اروپايي هېوادونه به د کډوالو له سختې او درنې څپې سره لاس و ګرېوان شي.

د اریران د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د پیسو ګنلګل کیدل، او افغانستان ته د بشري مرستو نه رسېدل نورو هېوادونو ته د افغان ګډوالو د ورتګ لامل ګني.

نوموړی خبردارۍ ورکوي او وايي، که نړیواله ټولنه د اقتصادي بحران مخنیوی ونه کړي، اروپايي هیوادونه او ایران به د خورا ډېرو افغان کډوالو د ورتګ سره مخامخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد وحیدي زیاتوي:«که چېرې دغه کډوالۍ په ایران کې ځای پر ځای نه شي، سرحدونو ته ځي. موږ ځينې کسان له ترکیې سره د ګډې پولې له خوا راګرځولي دي.» 

ورته مهال هغه افغان کډوال چې په ایران کې اوسېږي وايي، په ډېرو سختیو او پر قاچاقي لارو دغه هېواد ته رسېدلي دي.

افغان کډوال محمد ولي اکبري څرګندوي:«په دې وروستیو کې د افغانانو نیول زښته زیات شوي دي. د والي مرستیال اعلان کړی دی چې ایران د ډېرو پردیو وګړو وړتیا نه لري.»

ایران کې د افغان کډوالو د حقونو ملاتړې آصفه ستانګزۍ وویل:«د نوي حکومت له بدلون وروسته د نویو کډوالو د حضور شاهد یوو هڅه کوي چې له قاچاقي او ناقانونو لارو ځانونه ایران ته ورسوي.»

دغه اندېښنې پر داسې حال کې دي چي دمګړۍ شاوخوا درې مېلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي او همدارنګه هره ورځ سلګونه کسان په ناقانوني ډول او قاچاقي لارو ایران ته د تلو هڅې کوي.

ایران وايي د افغانستان د پولي زېرمو کنګلتیا او افغانانو ته د بشري مرستو نه ور رسېدو له امله له دغه هېواد څخه د کډوالۍ کچه ډېره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه