Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېښنا شرکت وايي افغانستان له ایران نه سل میګاواټه برېښنا پېري

د افغانستان برېښنا شرکت له ایران سره یوه تازه هوکړه کړې چې پر بنسټ یې دغه شرکت له ایرانه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا پېري او دغه چاره به د دې لامل شي چې، په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د برېښنا د کمي ستونزه تر یوه حده حل شي.

د برېښنا شرکت ویاند رحمت الله میوندي وایي: " موږ له ایران څخه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا پېرو، چې هرات، فراه او نیمروز ته به رسېږي. "

عام خلک هم په خپلو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت له امله د شکایت په کولو سره وايي، چې په ژمي کې خو برېښنا بېخي کمه وي.

د هرات یوه اوسېدونکي سید محمد ویلي: "برېښنا همېشه ځي او راځي. کله ډېره کمزوري وي. "

د نیمروز ولایت اوسېدونکي نثار احمد ویلي: "په ژمي کې تر نورو وختو برق ته ډېر ضرورت شته. تر څوک خلک پرې خپل مشکلات حل کړي. "

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د ژمي موسم په رارسېدو سره سم، د برېښنا د پارچاویو ‌ډېرېدو ته اندېښمن دي او وايي چې، حکومت باید لږ تر لږه د پلازمېنې اوسېدونکو ته دایمي برېښنا برابره کړي.

د کابل یوه اوسېدونکي محمد جان ویلي: "د برېښنا پرچاوي ډېره وي. لرګي او سکاره قیمته شوي. نو خلک په ژمي کې ډېرو ستونزو کې وي. "

له دې ټولو سره د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا، افغانستان په کال کې ۸۵۰ میګاواته برېښنا ته اړتیا لري او له دې منځه ۶۲۰ میګاواټه یې له ګاونډيو هېوادونو پېري او شاوخوا ۲۳۰ میګاواټه یې له کورنیو سرچینو برابروي.

د برېښنا شرکت وايي، له ایران سره یې یوه تازه هوکړه لاسلیک کړې ده چې له مخې به یې ایران افغانستان ته سل میګاواټه برېښنا ورکوي.

شریک یي کړئ