Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د تروېکا پلس غونډه وشوه

نن (پنج‌شنبه د لړم په ۲۰ مه نېټه) د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د تروېکا پلس غونډه وشوه، چې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان چارواکي په‌کې وو.

غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي وویل، چې افغانستان کې اقتصادي وضعیت خورا د اندېښنې دی او په خبره یې، چې د همدې اقتصادي ستونزو له کبله به د سیمې او د سیمې ورهاخوا هېوادونه ناامن او ناکرار شي.

شاه‌محمود قریشي وویل:"موږ ټول د افغانستان په هکله یوه ګډه وېره لرو او دې هېواد کې د سولې او کرارۍ په تړاو ګډې ګټې لرو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د افغانستان اوسني حکومت سره د تروېکا پلس هېوادونو راشه درشه به د سولې، کرارۍ او اقتصادي پرمختیاوو اسانتیاوې برابرې کړي.

قریشي د افغانستان د کنګل شوې پولي ذخیرو د ازادولو غوښتنه هم وکړه.

قریشي وویل:"د نړۍ د پیسو بندېدو له کبله ان د تنخواوو ورکړه هم ستونزو سره مخامخ ده."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د تروېکا پلس غونډو د لړۍ بله به په چین کې وي، چې هغې غونډې ته به د اسلامي امارت چارواکي هم وغوښتل شي.

له دې ټولو سره د تروېکا پلس غونډې نه یوه ورځ مخکې، د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی هم اسلام‌اباد ته رسېدلی او لا هم هلته دی.

پاکستان کې د تروېکا پلس غونډه وشوه

د تروېکا پلس غونډې نه یوه ورځ مخکې، د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی هم اسلام‌اباد ته رسېدلی او لا هم هلته دی.

Thumbnail

نن (پنج‌شنبه د لړم په ۲۰ مه نېټه) د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د تروېکا پلس غونډه وشوه، چې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان چارواکي په‌کې وو.

غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي وویل، چې افغانستان کې اقتصادي وضعیت خورا د اندېښنې دی او په خبره یې، چې د همدې اقتصادي ستونزو له کبله به د سیمې او د سیمې ورهاخوا هېوادونه ناامن او ناکرار شي.

شاه‌محمود قریشي وویل:"موږ ټول د افغانستان په هکله یوه ګډه وېره لرو او دې هېواد کې د سولې او کرارۍ په تړاو ګډې ګټې لرو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د افغانستان اوسني حکومت سره د تروېکا پلس هېوادونو راشه درشه به د سولې، کرارۍ او اقتصادي پرمختیاوو اسانتیاوې برابرې کړي.

قریشي د افغانستان د کنګل شوې پولي ذخیرو د ازادولو غوښتنه هم وکړه.

قریشي وویل:"د نړۍ د پیسو بندېدو له کبله ان د تنخواوو ورکړه هم ستونزو سره مخامخ ده."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د تروېکا پلس غونډو د لړۍ بله به په چین کې وي، چې هغې غونډې ته به د اسلامي امارت چارواکي هم وغوښتل شي.

له دې ټولو سره د تروېکا پلس غونډې نه یوه ورځ مخکې، د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی هم اسلام‌اباد ته رسېدلی او لا هم هلته دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه