Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت نوې نظامي محکمه جوړه کړه

د اسلامي امارت چارواکي وایي، چې د نظامي محکمې جوړېدو سره به ټولو نظامي قضیو ته ورسېږي او یو نظامی به هم قضایي مصوونیت نه لري.

ویل کېږي، چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت‌الله په فرمان دا نظامي محکمه جوړه شوې.

د دې محکمې مشر مولوي عبیدالله نظامي دی او مولوي سیداغا او مولوي زاهد الله اخوندزاده یې قاضیان دي.

 د اسلامي امارت د مشر په یوه فرمان کې راغلي، چې د شرعي نظام د تنفیذ، د الهي احکامو تعمیم او د ټولنې اصلاح لپاره دا نظامي محکمه جوړه شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې مخکیني حکومت کې هم محکمې وې، خو نظامي قضیو ته نه رسېدې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي:"اسلامي امارت دا حس کړه، چې دا تشه باید ډکه شي، نو نظامي محکمه مو جوړه کړه. کومې قضيې چې د دې محکمې مربوطېږي، د اسلامي شرعیت پر بنسټ به څېړل کېږي."

اسلامي امارت وایي، چې دا نظامي محکمه به د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست پر چارواکو او کارکوونکو شکایتونه، عریضې او دعوې څېړي.

خو ایا د دې محکمې پرېکړه به وروستۍ وي که نه؟

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګانی وایي:"د نظامي محکمې پرېکړه به د درې ګونو محکمو او د اسلامي امارت د رهبر تر تاییدۍ وروسته عملي کېږي."

د نظامي محکمې د جوړېدو په هکله پخواني نظامي جنرال عبدالواحد طاقت ویلي:"دا شان محکمې هم ګټه کوي او هم تاوان، که ستونزې حل شي او له ښېګڼو یې ګټه واخېستل شي، ښه ده."

په تېر حکومت کې هم د نظامیانو د دوسیې څېړلو لپاره نظامي محکمې وې، خو کله هم په‌کې د جګپوړو چارواکي دوسیې نه وې څېړل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه