د بشر حقونو څار ډلې له مرستندوی هېوادونو، ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان اقتصاد سمېدو کې عاجله مرسته وکړي.
د بشر حقونو څار ډلې یوه بیان کې راغلي، چې مرستندوی بنسټونه باید د افغانستان بانکي سیسټم بېرته سمېدو او د لوږې د بحران مخنیوي کې مرسته وکړي.
په بیان کې راغلي:"افغانستان کې اقتصاد او ټولنیز خدمتونه په نشتېدو دي او ټول هېواد کې خلک له سختې خوارځواکۍ کړېږي. بشري مرستې مهمې دي او بنسټونه باید محدودیتونه او بندیزونه تعدیل کړي چې د دې هېواد پر اقتصادي او بانکي سیسټم یې اغېز کړی."
یوه اقتصادي شنونکي ایرج فقیري ویلي:"په نړۍوالو بانکونو کې د افغانستان د پیسو بلاکول، اقتصادي ځوړتیا او ډېر نور تاوانونه به د افغانستان اقتصادي نظام ټکنی کړي."
اسلامي امارت بیا له مرستندوی بنسټونو غواړي چې افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو مخنیوی وکړي.
دا ټول داسې مهال دي، چې ملګرو ملتونو او مرستندوی بنسټونو بیا بیا د افغانستان د بشري وضعیت د لا خرابۍ خبرداری ورکړی.
په دې اړه مو اندونه