Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۸ میلیونه خلک سختې لوږې سره مخامخ دي

د خوړو نړۍوال پروګرام د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې افغانستان کې اړمنو خلکو سره عاجلې بشري مرستې وکړي.

د ډبلیو ایف پي اجرايي چې اوس اوس افغانستان ته راغلی وو، وایي له ۸ میلیونه او ۷۰۰ زرو نه زیات خلک د لوږې جدي ګواښ سره مخامخ دي.

ډبلیو ایف پي افغانستان کې د خلکو ژوند د سوریې د وګړو ژوند ته ورته یاد کړی دی.

د ډبلیو ایف پي اجرایي مشر ډېوېډ بېزلي ویلي:"هغسې چې تاسې پوهېږئ، اقتصاد په ټپه ولاړ دی او افغانستان له کړکېچ سره مخامخ دی. په افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه خلک د لوږې ګواښ سره مخامخ دي چې موږ باید ګڼو ته یې خواړه برابر کړو."

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې هره میاشت ۲۳۰ میلیونه ډالره بودیجه بېله شي.

د اقتصادي چارو یوه شنونکي ایرج فقیري ویلي:"که په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مدیریت نه‌شي، د اوسني وضعیت دوام به د افغانستان خلکو ته سخت وي او زرګونه خلک به د مرګ ګواښ سره مخامخ شي."

د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا ویلي، چې افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره پر ځینو پروګرامونو کار کوي چې اړمنو ته به د کار په بدل کې خوراکي مواد او یا هم پیسې ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه