Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: قطر به په افغانستان کې د امریکا استازولي کوي

امریکا او قطر داسې یو سند لاسلیک کړی، چې پر بنسټ به یې قطر په افغانستان کې د امریکا د ځینو ګټو ساتونکي او مدافع په توګه کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني سره کتنه کې یو سند هم لاسلیک کړی.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، قطر منلې چې افغانستان کې به د امریکا د ګټو ساتنه کوي او دا سند به د راتلونکې ډېسمبر میاشتې د ۳۱ مې نېټې څخه عملي کېږي.

د رویټرز رپوټ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکل شوي، چې کابل کې د قطر په سفارت کې به داسې یوه څانګه فعاله شي، چې د امریکا د کونسلۍ برخې ځینې چوپړتیاوې به کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین ویلي:"قطر په کابل کې خپل سفارت کې د امریکا اړوند یوه څانګه فعالوي، چې ځینې کونسلۍ چوپړتیاوې به کوي او دغه راز افغانستان کې به د امریکا پر وضعیت او امنیت ډېپلوماټیک څار کوي."

امریکا او قطر دا سند داسې مهال لاسلیک کړی، چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته، امریکا او د لوېديځ ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل، خو افغانستان کې د هوا سړېدو او د اقتصادي ستونزو ډېرېدو سره، ځينې هېوادونه له اسلامي امارت سره له دې کبله تعامل کوي، چې د بشري بحران مخنیوی وکړي.

د امریکا او قطر د لاسلیک شوي سند له مخې، کابل کې د قطر د سفارت ځینې کارکوونکي چې د امریکا د کونسلۍ چوپړتیاوو څانګه کې به کار کوي، په قطر کې د امریکا ډېپلوماټیک دفتر سره به، په همغږۍ مخې ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، امریکا به له طالبانو سره، قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لارې تعامل ته دوام ورکوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی وایي، چې قطر به د امریکا متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ رسمي اړیکې اسانوي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې، چې کابل کې د قطر په سفارت کې د امریکا لپاره بېلېدونکې کونسلي څانګه کې به د پاسپورټ غوښتنې، د اسنادو مخې ته وړلو، د معلوماتو برابرولو او په بېړني حالت کې د مرستې په شان چارې ترسره کېږي.

د امریکا او قطر لاسلیک شوي سند کې دا هم راغلي، چې قطر به لنډې مودې لپاره، د خطر سره مخامخ هغو ۸۰۰ زرو افغانانو کوربه‌توب کوي، چې امریکا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې قطر به د امریکا متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ رسمي اړیکې اسانوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه