د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه جومات کې چاودنه له بېلابېلو بهرنیو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د ځايي چارواکو په وینا، تېره ورځ د سپين غر ولسوالۍ په تریلي سیمه کې په یوه جومات کې چاودنې، دوه تنه وژلي او ۱۷ تنه نور ټپيان کړي دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر په یوه ټویټ کې لیکلي:«په ننګرهار ولایت کې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر لمونځ کوونکو برید، په کلکه غمجن کړم.»
هغه د دغه برید له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې افغانان د سولې مستحق دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوې اعلامیه کې دغه برید غندلی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي:«ښاغلی کرزی دغه ترهګریزه کړنه د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو په خلاف ګڼي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه برید په تړاو د درې تنو له نیول کېدو خبر ورکوي.
ښاغي مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکي:«د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ په تریلي سیمه کې په یوه جومات د برید درې عاملان نیول شوي دي.»
بلخوا په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد هم پر لمونځ کوونکو برید غندي.