Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده کوونکې نجونې د ټولو ښوونځيو د پرانیستو غوښتونکي دي

په داسې حال چې د هېواد په اوو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د زده کوونو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیستې دي، خو په ۲۷ نورو ولایتونو کې د ښوونځیو له پرانیستو کوم خبر نشته.

ځينې زده کوونکې او د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې حکومت په ولایتونو کې د ښوونځيو د پرانیستو په هکله دوګونی چلن کوي.

دوی د هېواد په ډېریو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو نجونو د ښوونځیو پر نه پرانیستو نیوکه کوي او د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د پوهنې وزارت پر کړنو نیوکې کويږ

په سمنګان، سرپل، جوزجان، کندوز، هرات او زابل ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم ښوونځيو ته ځي. خو په ۲۷ نورو ولایتونو کې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تګ مسله لاتر اوسه هم ناروښانه نه ده.

زده کوونکې خدیجه وايي:«موږ د دغه هېواد جوړونکي یوو، د دې لپاره چې وکړای شو د خپل هېواد راتلوونکی جوړ کړو، اسلامي امارت باید له موږ سره مرسته وکړي.»

بله زده کوونکې سحر هم وویل:«موږ غواړو چې ښوونځي ته ولاړې شوو، اسلامي امارت باید دوه ګونی چلن ونه کړي چې په ځينو ولایتونو کې اجازه ورکړي چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي، خو په ډېریو ولایتونو کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.»

پوهنې وزارت له نږدې درېیو میاشتو راهیسې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تګ په اړه پر یوې تګلارې کار کوي؛ خو لا تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.

د پوهنې وزارت ویاند نظر محمد عرفان څرګندوي:«په تدریجي بڼه مو ښوونځي پرانیستل، د نجونو د ښوونځيو پرانیستل یو مهم بحث دی، موږ پرې کار کوو چې څه ډول وکړای شو منظم شرایط برابر کړو چې نجونې په امن ځای کې درس ولولي.»

له بل لوري د پوهنې وزارت ښوونکو او کارکوونکو ته د څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړ شوي.

د ښوونځي کارکوونکې حلیمه وايي:«درې میاشتې کېږي چې موږ معاش نه دی اخیستی. زموږ سړي هم وزګار دي، پیسې نه لرو موږ ټول ستونزې لرو.»

په هېواد کې د تعلیمي کال پای ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده؛ خو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې چې ښوونځیو ته له تګه پاتې دي؛ خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه