Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیر خان متقي له افغانستان سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی شو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې په خپله وینا کې وویل چې د اوسنیو ننګونو لپاره پر افغانستان فشار د حل لار نه ده او که چېرې نړۍ غواړي چې اصلاحات رامنځته شي، باید هغه له افغانانو سره همکارۍ کې ترسره کړي.

ښاغلی مقتي ټينګار کوي چې دمګړۍ نوی حکومت له نړۍ سره د رسمي تعامل په حال کې دی او دا حکومت به ډېر ژر په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړي زیاته کړه:«هر اصلاحات چې نړۍ غواړي او د افغانانو په ګټه ويو باید دغه اصلاحات د همکارۍ له لارې رامنځته کړو، نه د فشار له لارې.»

متقي یو ځل بیا له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو پر بندېدو او د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو نیوکه وکړه او په ټینګار سره یې وویل چې، نړۍ لا هم له بشري حقونو واحد تعریف نه لري.

له دې سره سم، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اسلام اباد ته د خپل سفر په لړ کې د پاکستان له لومړي وزیر سره هم کتلي دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل ټویټ کې ویلي چې، په دې کتنه کې دواړو لورو د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي او په وینا یې عمران خان په افغانستان کې د سیاسي ننګونو د حلېدو په برخه کې پر نورو هلو ځلو هم ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګندوي:«عمران خان په نړیواله کچه د افغانستان موجودو سیاسي ستونزو حل او بشري مرستو په جلب او جذب کې د همکاریو د زمينو برابرولو په برخو کې له خپلو هڅو ډاډ ورکړ.»

د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي هم وویل:«په هغه وضعیت کې چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی، دا سفر مثبت دی. هیله لرو چې بشري مرستي او د نړۍوالې ټولنې اعتماد جلب کړي.»

په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته دا پاکستان ته د افغانستان د پلاوي لومړنی سفر دی.
 
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه