Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سبا په اوو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پېلېږي

د پاسپورټ ریاست وايي چې سبا د هېواد په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيلېږي.

د پاسپورټ ریاست عمومي رییس علم ګل حقاني وايي چې دغه بهیر په هرات، کندهار، کندوز، بلخ، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې دغه بهیر بیا پیلېږي.

د پاسپورټ د ریاست په وینا، له یوې میاشتې په کمه موده کې څه باندې ۱۰۰ زره پاسپورټونه هېوادوالو ته ورکړل شوي دي او ۵۰۰ مېلیونه عواید د دولت زېرمې ته راغلي دي.

ښاغلي حقاني په دې هکله وايي:«موږ په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ مدیریتونو ته لارښوونه کوو چې سر له سبا د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل کړي.»

د پاسپورټ رییس وايي، دمګړۍ په ورځ کې د پاسپورټ ۳ زره هغو غوښتونکو ته چې پخوا یې په انلاین ډول نوم لیکنه کړې او همداراز شاوخوا سلو ناروغانو ته پاسپورټونه ورکوي.

هغه زیاته کړه:«تراوسه څه باندې یو لک پاسپورټونه وېشل شوي دي.»

خو لاهم هېوادوال هره ورځ د پاسپورټ ریاست د دروازې تر شا راځي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

په دې ځای کې دېری دغه کسان چې د پاسپورت اخیستنې لپاره شپې هم کړې وايي، غواړي پاسپورت واخلي او خپل ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر ولېږدوي.

د پاسپورټ یو له غوښتوونکو محمد ابراهیم په دې هکله زیاتوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې مریض لرونکو ته د لومړیتوب حق ورکړي او نظم مراعت کړي.»

د پاسپورټ ریاست د مسوولینو په وینا، دمګړۍ په دې ریاست کې ۹۰۰ زره پاسپورټونه شته او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې شاوخوا ۴ نیم مېلیونه نور پاسپورټونه هم چاپ شي. 

سره له سبا په هرات، کندهار، کندوز، بلخ، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیلېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه