Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ازبیکستان په بلخ کې د مولانا هوايي ډګر بیارغوي

د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي نن په مزارشریف کې د بلخ له ځايي چارواکو او د ټرانسپورټ او هوايي چلن له چارواکو سره په یوې ناسته کې وویل چې هېواد یې په مزارشریف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر به بیاورغوي.

دغه ازبیکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې ازبیکستان مزارشریف ته یوه ۳۰ کسیزه تخنیکي ډله استولې ده چې د هوايي ډګر د بیارغونې په برخه کې کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګیش وویل:«له موږ څخه یې هیله وکړه چې ازبیکستان دې مرسته وکړي چې د مزارشریف هوايي ډګر فعالیتونه راژوندي شي، یعنې د هوايي ډګر ځينې وسایل ویجاړ شوي ديږ له همدې امله موږ د ازبیکستان ۳۰ تنه تخنیکي کارکوونکي راوستل او په بلخ کې د هوايي ډګر په بیارغونې بوخت دي. هیله لرو چې ډېر ژر د بلخ د هوايي ډګر فعالیتونه بیا پیل شي.»

هغه زیاته کړه چې ازبیکستان هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې لکه د بیخ بیاوو په برخه کې مرسته وکړي.

بلخوا د بلخ ځايي چارواکي له ازبیکستان څخه غواړي چې په اقتصادي او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د بلخ والي د ازبکستان له چارواکو سره په غونډه کې د بریښنا د تړون د دوام او په مزارشریف کې د جلال الدین محمد بلخي د هوایي ډګر د بیارغونې غوښتنه وکړه.

د بلخ والي قدرت‌الله ابو‌حمزه وویل:«زموږ ملګری هېواد ازبیکستان د ټرانسپورټ وزارت له پلاوي سره چې بلخ ته راغلي دي د هوايي ډګر او د رېل ګاټي پټلۍ د بیارغونې په هکله خبرې کړې دي. د برېښنا د پور په هکله یې هم خبرې شوې دي هر کله چې د بانکونو برېښنايي سیسټم فعال شو، د برېښنا پورونه به یې ورکړل شي او ازبیکستان باید پر موږ خپله برېښنا پرې نه کړي.»

د ټرانسپورټ وزارت مرستیال حسیب ‌الله سروش هم وايي:«ازبیکستان د برېښنا په تمدید کې له موږ سره مرسته کوي. د هوايي چلن ټول تجهیزات چې د بلخ په هوايي ډګر کې موجود دي بیاځلې فعال وي. چې د ډګر د روښنايي په برخه کې دهو د میدان د ټاور په برخه کې ده، د هوا پېژندنې په برخه کې دی، د اطفایې په برخه کې دی، په بېلابېلو برخو کې کار کوي حتا د عملیات د سیمې د حفظ او مراقبت په برخه کې هم له موږ سره مرسته کوي. ورته مهال د دغې ادارې کابو ۸۳ تنه کارکوونکي چې په مشخصاً د مولانا په هوايي ډګر کې کار کوي، هغوی یې د روزنې لپاره ازبیکستان ته بللي دي.»

ازبیکستان شمال لورته د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی چې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یې تل له هېواد سره همکاري کړې ده.

د ازبیکستان یوه ۳۰ کسیزه تخنیکي ډله د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر د بیاروغنې لپاره مزارشریف ته راغلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه