Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېټانیې لوی درستیز امارت سره د دغه هېواد پر تعامل ټينګار کوي

د برېټانیا لوی درستیز جنرال نېک کارټر وايي د دې لپاره چې اسلامي امارت یو ټول ګډونه حکومت ولري او د ښځو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او د نجونو حقوق وساتل شي، اړتیا ده چې له هغوی سره تعامل وشي.

د برېټانیې دغه لوړپوړي پوځي چارواکي له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په مره کې ویلي دي چې هېواد یې باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
 
د اسلامي امارت د حکومت له رامنځته کېدو د درېیو میاشتو له تېرېدو وروسته هم دغه حکومت د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د بریتانیا لوی درستیز په دې باور دی چې د بېلابېلو لاملونو له مخې له طالبانو سره تعامل د افغانستان د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره یو ښه غوراوی دی.

 د برېټانیا لوی درستیز جنرال نېک کارټر وايي:«په بېلابېلو علتونو باید له هغوی ( طالبانو) سره تعامل وکړو، په افغانستان کې د انساني وضعیت په تړاو ډېراندېښمن یوو او د دې ستونزې د حل لپاره باید له طالبانو سره تعامل وکړو، ډاډ ترلاسه کړو چې پېسې هغه ځای ته رسېږي چې باید ورسېږي. فکر کوم موږ باید له هغوی سره تعامل ولرو څو پراخ بنسټه حکومت ولري. که هغوی ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي، ډېری هغه لاسته راوړنې به چې په تېرو شلو کلونو کې مو ترلاسه کړي، له لاسه ورکړو.»

که څه هم نوموړی په افغانستان کې رامځته شوی وضعیت د خپلې تمې پرخلاف بولي، خو وایي چې باید د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره لارې چارې ولټول شي.

ښاغلي کارټر زیاته کړه:«د ښځو حقونه، ښوونځي ته د نجونو د تللو فرصت او په افغانستان کې د ټولو لږکیو حقونه باید په سمه توګه رعایت شي. که داسې ونه شي، ځواب دا دی چې موږ ماتې خوړلې ده.»

د نړیوالو چارو شنونکی لطیف نظري وویل:«د نړۍ تعامل هم د افغانستان په ګټه پرېوځي او د افغانستان اقتصادي او سیاسي ټيکاو ستونزو ته حل لار پیدا کوي او همدارنګه نړۍ به خوندي او امنه وي.»

اسلامي امارت وایي چې د نړۍ د هېوادونو پرمخ د خبرو دروازه پرانستې پرېښې ده او په دې هڅه کې دی چې د نړۍ د هېوادونو قناعت ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی په دې هکله څرګندوي:«اسلامي امارت هڅه کوي هغه وړاندیزونه چې هېوادونه له افغانستان څخه لري پوره کړي او همدارنګه د هغې موضوع په هکله چې ګاونډي هېوادونه اندېښنه لري، د خبرو اترو لار پرانیستې ده. له خبرو اترو سره کېږي چې اندېښنو او وړاندیزونو ته یې غوږ کېږدو او د تفاهم له لارې یې حل کړو.»

د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، د وروستیو شلو کلونو د ارزښتونو ساتل، د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی، د مذهي او قومي لږکیو د امنیت ساتنه او د هغوی حقونو پاملرنه د افغانستان د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ د هېوادونو وارله مخه شرطونه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه