Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د اسلامي امارت ځواکونو عملیاتو کې څلور داعشیان وژل شوي

په کندهار ښار کې د اسلامي امارت ځواکونو په عملیاتو کې دوه ولسي وګړي او څلور تنه داعشیان وژل شوي دي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي چې دغه عملیات نن سهار د کندهار ښار په څو برخو کې پيل شول او د ورځې تر نیمايي یې دوام درلود چې په هغه کې اتنه داعشیان نیول شوي هم دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د اسلامي امارت ځواکونو په دغو عملیاتو کې د داعش څلور پټن ځایونه له منځه وړي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال شمس الدین صمیم وايي:«د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ځواکونو تېره شپه د داعشیانو پر پټن ځای په بریالۍ توګه عملیات وکړل. په پایله کې اته داعشیان ونیول شول او څلور تنه نور ووژل شول.»

د سیمې یو تن اوسېدونکی ثنا الله وايي چې پلار او ورور یې په دغو نښتو کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:«یو مې پلار او بل مې کوچنی ورور دی. په دغه کور کې داعشیانو ژوند کاوه هلته چاودنه وشوه او دا دواړه هم شهیدان شول.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په دغو عملیاتو کې درې داعشیان او دوه ملکیان وژل شوي دي.

نوموړي لیکلي:«د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د داعش یو پټن ځای له منځه وړل شوی او درې تنه داعشیان هم وژل شوي دي. په دغو عملیاتو کې دوه ولسي وګړي هم شهیدان شوي دي او مجاهدینو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.»

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې په دغو عملیاتو کې چې څو ساعته روان وو، څلور داعشیان وژل شوي او اته تنه نور نیول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه