Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د روان کال تر پایه به افغانستان کې۲۴مېلیونه تنه لوږې سره مخ شي'

د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې، افغانستان کې ۲۴ مېلیونه تنه له سختې لوږې سره مخ دي او د روان وضعیت په دوام سره به د روان کال تر پایه ۹۷ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین ټینګار کوي چې د روان زیږدیز کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله له لوږې سره دمخ کسانو شمېر کې درې مېلیونه زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي چې اوس مهال د افغانستان ۶۰ سلنه نفوس له لوږې سره مخ دی او که وضعیت همداسې دوام ومومي، د ژمي تر پای به د هېواد ۹۷ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وضعیت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي:«د ملګرو ملتونو سامزان د خوړو نړۍوال پروګرام په هڅه کې دی چې تر ۲۰۲۲ کاله په افغانستان کې ۲۴ مېلیونه اړمنو ته خوراکي توکي او مرستې برابرې کړي، ځکه زموږ ارزونې ښيي چې په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت نازک دی.»

بلخوا په کابل کې هغه بې ځایه شوي چې په د وروستیو جګړو له امله یې خپل هرڅه له لاسه ورکړي دي او دلته تر خیمو لاندې په نه امکاناتو سره شپې ورځې تېروي.

ګل عذار چې د شپږو ماشومانو مورده، وایي په خپلو ماشومانو ته له درې وخته ډوډۍ نه یوڅاښت ډوډۍ هم نه شي برابرولی.

نوموړې وايي:«ماشومان مې د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره کور په کور ګرځي، خو د خوړلو لپاره هېڅ نه پيدا کوي. دلته وضعیت ډېر خراب دی، هوا هم سړه ده.»
 
د جګړې له امله بې ځایه شوی جان محمد هم څرګندوي:«دا وریجې هم خلکو موږ ته راوړي دي، که چېرې ډوډۍ راوړي ماشومان کولای شي یو وخت ډوډۍ وخوري، که چېرې څوک څه را نه وړي، موږ هم د خوړلو لپاره څه نه لرو.»
     
بل خوا د اسلامي امارت چارواکي وایي چې له مرستندویو بنسټونو سره په همغږۍ په افغانستان کې پر داسې پلانونو کار کوي چې په هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.
 
د اسلامی امارت د ویاند مرستیال احمد الله وثیق وویل:«موږ له نړۍوالو بنسټونو سره په همکارۍ او د ملګرو ملتونو سازمان پروګرام سره د پروګرام په اجرا کې یوو چې په هېواد کې ژر تر ژره د کړکېچ مخه ونیسو.»

څه موده وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې د روان میلادي کال تر وروستیو به په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي دي چې که په افغانستان کې له اړمنو سره بېړنۍ مرستې ونه شي،د ژمي په رارسېدو سره به د هغوی وضعیت تر دې هم خراب شي.

اسلامي امارت چارواکي وایي چې له مرستندویه بنسټونو سره په داسې تګ لاره کار کوي چې پر اساس به یې افغانستان کې د انساني ناورین مخه ونیول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه