افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې سره کتلي او پر افغانستان یې خبرې کړې دي.
ښاغلي وېسټ پر ټویټر لیکلي، چې کابلوف سره کتنه کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال هم و.
ټوماس وېسټ پر ټویټر دا هم لیکلي، چې دې کتنه افغانستان کې د امریکا او روسیې پر ګډو موخو خبرې شوې دي.
ښاغلي وېسټ لیکلي:"موږ په افغانستان کې په ګډو ګټو او نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو د عملي کولو په اړتیا خبرې وکړې."
د روانې نومبر میاشتې له لومړیو ورځو راهیسې، ټوماس وېسټ اروپا او اسیا ته په سفر دی.
ښاغلی وېسټ لومړی بروکسل ته تللی و او هلته یې د اروپايي ټولنې له چارواکو او د امریکا د ملګرو هېوادونو استازو سره پر افغانستان خبرې کړې وې، بیا اسلاماباد ته تللی و او هلته یې پر افغانستان جوړه شوې د تروېکا پلس غونډه کې ګډون کړی وو.
په دې اړه مو اندونه