Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان او ایران د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په هڅه کې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي، نن په کابل کې یوې غونډه کې وویل چې کابل او تهران له یو بل سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په هڅه کې دي.

قُمي تېره ورځ د یوه ۱۵ کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره، له هغې ډلې د رییس الوزار له لومړي مرستیال سره ولیدل.

ښاغلی مقتي وايي چې ایرانی پلاوی د دغه هېواد له بېلابېلو سفارتونو له تخنیکي ډلې څخه جوړ دی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د بېلابېلو مسایلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د متقي په وینا، په اقتصادي برخه کې، د سرحداتو او کډوالۍ په برخه کې بېلابېلې کاري ډلې ګومارل شوې دي او دغه ډلې خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. 

ښاغلي متقي څرګنده کړه:«د افغانستان خلک او د افغانستان نوی حکومت له ټولو ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره او په ځانګړې توګه د ایران له اسلامي جمهوریت سره، ښې اړیکې لري او هڅه کوي چې لا ښې شي.»

بلخوا ښاغلی قُمي وايي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په بېلابېلو مسایلو بحث او خبرې اترې کړې دي، په ځانګړې توګه په اقتصادي او سرحدي موضوعګانو.

نوموړي زیاته کړه:«موږ په بېلابېلو حوزو کې ډېرې مثبتې او جوړونکې خبرې اترې له هغې ډلې د دواړو هېوادونو د همکاریو د پياوړتیا، په ځانګړې توګه په اقتصادي حوزو او د دواړو هېوادونو د سرحدي مسایلو په هکله لرلې دي.»
 
د هغه په وینا، افغانستان په تحریم کې دی او هغوی د بندیزونو په سوري کې د اقتصادي همکاریو د څرنګوالي په هکله بحث کړی دی.

بلخوا امیرخان متقي له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ پوځي دښمني پای ته رسېدلې ده او اوس کابل له واشنګټن سره ډپيلماټيکو اړیکو غوښتونکی دی.

مقتي همدارنګه ویلي دي چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او نړۍواله ټولنه هم باید د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

امیرخان متقي له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ پوځي دښمني پای ته رسېدلې ده او اوس کابل له واشنګټن سره ډپيلماټيکو اړیکو غوښتونکی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه