Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تصفیې کمېسیون ۶۰۰ تنه پېژندلي او نیولي دي

د اسلامي امارت ځواکونو د لیکو د تصفیې کمېسیون وایي چې په وروستۍ څه کم یوه میاشت کې یې څه باندې ۶۰۰ تنه هغه کسان نیولي دي چې د حکومت په اډانه کې یې کار کاوه، خو د اسلامي امارت له نوم نه یې ناوړه ګټه پورته کوله.

د دغه کمېسیون په وینا دغه کسان په بېلابېلو تورونو لکه له داعش سره د همکارۍ او له پوځي تجهیزاتو د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوي او یا هم له دندو لېرې کړل شوي دي.

د صفوفو د تصفیې د کمېسیون رییس لطف الله حکیمي وايي:«څه باندې یوه میاشت کې کېږي چې د افغانستان د اسلامي امارت د لیکو د تصفیې کمېسیون تاسیس شوی دی او په کار یې پيل کړی دی. تراوسه څه باندې ۶۰۰ تنه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اسلامي امارت له لیکو د دغه کمېسیون په واسطه ویستل شوي دي.»

بل خوا د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي چې دا کار به په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره ښې پایلې ولري.

د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وویل:«د نظام د پیاوړتیا او د افغانستان وګړو ته د خوندیتوب لپاره، د امنیتي او دفاعي لیکو چاڼ یوه اړتیا ده. د افغانانو هیلې دا دي چې کار د کار اهل ته وسپارل شي ترڅو خلک خوندیتوب ولري او د اسلامي امارت پر نظام یې باور ډېر شي، له هغې پرته به د خلکو باور کم او له ستونزو سره به مخ شي.»
       
د پوځي چارو بل کارپوه اسدالله ندیم هم څرګنده کړه:«که چېرې واقعاً دغه کار د دوی له لیکو د ناوړه کسانو د لېرې کولو په موخه وي او هغه هم له لوړو کچو پيل شي، ګټور دی او مثبته پایله لري، او له هغې پرته له نارو سورو پرته بل څه نه دي.»

بل خوا هېوادوال وايي چې حکومت باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د اسلامي امارت له نومه په ناوړه ګټې اخیستنې سره غلاوې او وژنې کوي.
      
د تخار اوسېدونکی تاج محمد وايي:«هغه کسان چې غواړي د اسلامي امارت له نامه ناوړه استفاده وکړي، او ځان د هغوی په جامه کې وهي، باید وپېژندل شي. په دې کې شک نشته چې د امنیت لپاره سل په سلو کې ګټور دی.»

د کابل اوسېدونکی ابراهیم هم څرګندوي:«غله راځي او د خلکو موبایلونه غلا کوي، چور او تالان کوي، د خلکو کورونه غلا کوي، خو څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې دغه کسان څوک دي؟»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې یو شمېر هېوادوالو د اسلامي امارت له نومه د یو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکو له چلنه په ځلونو شکایت کړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه