Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناورې له نړۍوالو غواړي چې د افغانستان له خلکو سره نغدي مرستې وکړي

ناورې د نړۍ له هېوادونو غوښتي دي چې په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې په پار، د دغه هېواد له خلکو سره د نغدو پيسو مرستې برابرې کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکن هویټفلډ ژمنه کړې ده چې هېواد یې ۲۰۰ مېلیونه کرون (۲۳ مېلیونه ډالره) له افغانستان سره مرسته کوي.

هغې همدارنګه له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق ته په مستقیمه توګه د پیسو مرسته وکړي.

نوموړې زیاته کړه:«موږ نور هېوادونه هڅوو چې د احتمالي انساني ناورین او قحطۍ، دا کار (چې د افغانستان له خلکو سره د نغدو پیسو) مرسته وکړي.»

هغې همدارنګه په ډاګه کړه چې ناروې د افغان مېرمنو د ملاتړو بنسټونو سره هم د مالي مرستو زمینه برابروي. د مېرمن هویټلفډ په وینا، چې په روان کال کې د ناروې بشرپاله مرستې ۳۲۵ مېلیونه کرون ته رسېږي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې څرګنده کړه:«هیله لرم، سبا د ملګرو ملتونو شورا کې، له افغانستان سره د مالي مرستو د جاري وضعیت د دوام په هکله تمرکز ولري.»
 
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې همدارنګه له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق ته په مستقیمه توګه د پیسو مرسته وکړي.

Thumbnail

ناورې د نړۍ له هېوادونو غوښتي دي چې په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې په پار، د دغه هېواد له خلکو سره د نغدو پيسو مرستې برابرې کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکن هویټفلډ ژمنه کړې ده چې هېواد یې ۲۰۰ مېلیونه کرون (۲۳ مېلیونه ډالره) له افغانستان سره مرسته کوي.

هغې همدارنګه له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق ته په مستقیمه توګه د پیسو مرسته وکړي.

نوموړې زیاته کړه:«موږ نور هېوادونه هڅوو چې د احتمالي انساني ناورین او قحطۍ، دا کار (چې د افغانستان له خلکو سره د نغدو پیسو) مرسته وکړي.»

هغې همدارنګه په ډاګه کړه چې ناروې د افغان مېرمنو د ملاتړو بنسټونو سره هم د مالي مرستو زمینه برابروي. د مېرمن هویټلفډ په وینا، چې په روان کال کې د ناروې بشرپاله مرستې ۳۲۵ مېلیونه کرون ته رسېږي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې څرګنده کړه:«هیله لرم، سبا د ملګرو ملتونو شورا کې، له افغانستان سره د مالي مرستو د جاري وضعیت د دوام په هکله تمرکز ولري.»
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه