Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ایتلاف ځواکونه د افغانستان اوسني وضعیت په وړاندې مسوول دي'

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وايي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو چې شل کاله یې په افغانستان کې حضور درلود، په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت مسوول دي.

د کاملوف په وینا، ځينو هېوادونو له ازبیکستان څخه غوښتي دي چې د پیسو په مقابل کې ځينې افغان کډوال ومني. کاملوف وايي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې بهرنیو ځواکمنو هېوادونو د افغانستان ستونزه حل نه شوی کړای او زیاتوي چې د ایتلاف ځواکونه د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله مسوول دي.

هغه وویل:«اوس ځينې هېوادونه وړاندیز کوي چې موږ د پیسو په وړاندې په زرګونه کډوال ومنوو. دا څه مانا لري؟ موږ نه پوهېږو.»

بلخوا کاملوف د ازبیکستان بهرنیو چارو وزیر طالبان په افغانستان کې یو لوی ځواک ګڼي او باور لري چې، اسلامي امارت د نړۍ هېوادونو ته ګواښ نه دی.

د ازبیکستان دبهرنیو چارو وزارت عبدالعزیز کاملوف زیاتوي:«دمګړۍ طالبان په افغانستان کې یو لوی ځواک دی. هغوی د افغان ټولنې یوه برخه دي. طالبانو لا تر اوسه له افغانستانه بهر هېڅ ترهګریز برید نه دی کړی. تاسو په دې اړه هېڅ مثال نه شئ وړاندې کولی چې، طالبانو به په مرکزي اسیا، اروپا، امریکا، سوېلي اسیا او نورو برخو کې کوم ترهګریز برید طرحه کړی وي.»

خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو او د جمهوریت پال ګوند غړی وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندل کومه ښه مفکوره نه ده او په وینا یې هغوی لا هم له القاعدې سره اړیکې لري.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو او د جمهوریت پال ګوند غړی مایک مک کول څرګندوي:«باید پر طالبانو نور فشار هم راوړل شي؛ څو دغه ډله له ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او همداراز له بشري او د ښځو له حقونو دفاع وکړي. د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل باید د بشري او د ښځو د حقونو په بدل کې ترسره شي.»

نوموړی چې، د افغانستان د شتمنیو کنګلول پر افغانستان د امریکا د فشار وسیله ګڼي زیاتوي چې، نه ښايي چې، دغه پیسې په اسانه اسلامي امارت ته په واک کې ورکړ شي.

نوموړی زیاتوي:«زما په نظر نه ښايي چې، کنګل شوې شتمنۍ له طالبانو د امتیازاتو له نه اخیستو پرته په اسانۍ هغو ته ورکړ شي. خو زه اندېښمن یم چې، د امریکا اوسنی حکومت ښايي په دې برخه کې کمزورتیا وښيي؛ لکه څنګه یې چې، همدغه کمزورتیا په تېر یوه کال کې نندارې ته وړاندې کړ او په ترڅ کې یې له کوم قید او شرط پرته طالبانو ته تسلیم شو.»

خو په دې اړه بیا سیاسي شنونکي بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شوونکی عبدالجمیل شیرانی وايي:«بل غوراوی نشته، نړۍواله ټولنه اړه ده چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، څه ژر څه په ځنډ کې. افغانستان ته مهمه موضوع په رسمیت پېژندل دي.»

د پوهنتون استاد احسان الله حکمت هم څرګنده کړه:«موږ به ډېر ژر د دې شاهد واوسو چې د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین، روسیې په ګډون کابو ۱۵ تر ۲۰ هېوادونه به د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.»

دا په داسې حال کې ده چې، دوه ورځې مخکې هم د برېټانیې لوی درستیز د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره له طالبانو سره تعامل مهم بللی و او زیاته کړې یې وه چې، د تېرو څه باندې شلو کلونو د ارزښتونو د ساتنې لپاره نړۍ باید له هغوی سره تعامل وکړي.
 
د کاملوف په وینا، ځينو هېوادونو له ازبیکستان څخه غوښتي دي چې د پیسو په مقابل کې ځينې افغان کډوال ومني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه