Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغانستان د ملګرو ملتونو غونډه کې پر تعامل ټینګار وشو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګاه د افغانستان په هکله غونډه وکړه چې په‌کې ګډونوالو، د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د ملګرو ملتونو غونډه کې ګډون وکړ او د افغانستان د وضعیت راپور یې وړاندې کړ.

مېرمن لاینز افغانستان کې د اټکل شوي بحراني کړکېچ خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې مرستندوی بنسټونه باید افغانستان سره مرستې وکړي.

د مېرمن لاینز په وینا، په اوسني وضعیت کې د افغانانو یوازې پرېښودل به تاریخي تېروتنه وي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي: "اوس یې وخت نه دی، چې افغانان یوازې پرېږدو. که داسې وکړو نو زموږ ټولو ماتې به وي او د میلیونونه افغانانو غږ به بې ځوابه وي. "

مېرمن لاینز په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ له طالبانو سره، د لږکیو د حقونو، ښځو حقونو او ټول‌ګډونه حکومتو پر مسایلو خبرې کړې دي.

له دې سره د امریکا ځانګړي سیاسي استازي جفري ډلاونټس افغانستان کې پر اقتصادي ستونزو اندېښنه ښولې.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې ویلي، چې افغانستان کې د داعش ګواښ جدي دی او په وینا یې افغانستان کې د داعش ډلې حضور تر پخوا پراخ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه