د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو بېګانیو څو ساعته عملیاتو کې د داعش ډلې دوه کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څو تنه نیول شوي دي.
دا عملیات تېره شپه د شکردرې ولسوالۍ مراد بیک قلعه سیمه کې شوي، چې امنیتي چارواکي وایي یوه اندازه چاودېدونکي مواد یې هم کشف او ړنګ کړي دي.
امنیتي ځواکونه وایي چې د داعش ډلې ځینې بریدونه له همدغه پټنځای نه پلانېدل.
د اسلامي امارت یوه نظامي ویلي:"عملیاتو د شپې تر یوې بجې دوام وکړ. مجاهدین بریال شول او هغوی ته یې سزا ورکړه د هغوی ټول وسایل پراته وو، لکه واسکټونه، چاودېدونکي مواد، شکردرې ولسوالۍ کې چې یې د برېښنا ستنو ته چاودنه ورکوله همدوی ول."
د کابل مرادبیک قلعه اوسېدونکي چې نیمه شپه پرې ناکراره تېره شوې له خلکو غواړي چې شکمنو خلکو ته دې خپلو کورنو کې ځای نه ورکوي.
د مراد بیک قلعه یوه اوسېدونکي عبیدالله ویلي:"د شپې اتو بجو نه وروسته د اسلامي امارت ځواکونه راغلل، نښته هم وشوه. پر موږ ټولو شپه سخته تېره شوه."
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعامالله سمنګانی وایي، چې دې عملیاتو کې د داعش ډلې دوه تنه وژل شوي او څو تنه نیول شوي.
سمنګاني ویلي:"څو کسان یې نیول شوي او پټنځای یې ړنګ شوی."
په دې اړه مو اندونه