Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو درې میاشتنی معاش په یوه وار ورکوي

د مالیې وزارت وايي چې دغه وزارت د دولتي کارکوونکو درې میاشتنی معاش په یوه وار ورکوي او دغه بهیر نن پیل شوی دی.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا د دولتي کارکوونکو د وږي، تلې او لړم میاشتو معاشونه په یوه وار ورکوي.

د دغه وزارت مسوولین وايي، په دې درېیو میاشتو کې به د دولتي کارکونکو په معاشونو کې تعادل په پام کې ونیول شي او په وینا، د دولتي کارکوونکو امتیازي معاشونه هم راکم شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«په دغه مالي کال کې، د لیندۍ میاشت پاتې ده، کله مو چې د درې میاشتو معاش اجرا کړ له هغې وروسته د لیندۍ میاشتې معاش به له ۱۵ تر ۲۰ پورې اجرا شي، او وزارت باید خپل استحقاقونه راوکړي.»

نوموړی زیاتوي، یوازې به د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو او همداراز د علومو اکاډمۍ یو شمېر کارکوونکو ته کدري امتیازونه ورکړ شي.

ښاغلي حقمل زیاته کړه:«امتیازي معاشونه موجود دي، په نوی اسکیل کې به د مسلکي، تخنیکي والي له امله خلکو به امتیازي معاشونه ورکړل شي.»

په څه باندې ۸۰ کاري ورځو کې له ګمرکونو کې نږدې ۱۳ مېلیارده افغانۍ او نورو عایداتي سرچینو څه باندې ۱۴ مېلیارده افغانۍ راټولې شوې دي.

د عوایدو عمومي رییس معراج محمد معراج وویل:«اسلامي امارت د خپلې ژمنې پر بنسټ، د روڼتیا پر بنسټ، موږ کابو ۲۷ مېلیارده افغانۍ عواید راغونډ کړي دي. ان شاالله زموږ ګمرکونه به ښه شي او زموږ عواید ورځ په ورځ زیاتېږي.»

له کلونو راهیسې د عادي بودیجې یوه کوچنۍ برخه او د پراختیايي بودیجې یوه لویه برخه پر بهرنیو مرستو تکیه وه. مالیې وزارت ویلي اوس چې، د بهرنیانو مرستې پرې شوي هڅې کوي چې، خپله عادي بودیجه له کورنیو عوایدو برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه