Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سره صلیب سازمان د روغتیايي او خدماتي کارکوونکو معاشونه ورکوي

د سره صلیب سازمان وایي چې په عامې روغتیا وزارت کې یې د طالبانو له چارواکو سره هوکړه کړې ده چې روغتونونو ته نغدي پیسې د چارواکو له لاسوهنې پرته ورکوي.

نوموړی سازمان همدارنګه وايي هڅه کوي چې له نورو مرستندویو بنسټونو سره د روغتیایي او خدماتي  کارکوونکو معاشونه ورکړي.

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس پیتر ماوریروویل:«موږ په عامې روغتیا وزارت کې له طالب چارواکو سره هوکړه کړې ده چې روغتونونو ته نغدي پیسې په مستقیمه توګه د دغه سازمان له لوري لېږدول کېږي نه د طالب چارواکو له لوري، او دغه راز موږ له مرستندویو موسسو سره هم پر دې سلاشوي یوو چې موږ د یوه خپلواک بنسټ په توګه د کارکوونکو معاشونه ورکړو. باید هېر نه کړو چې د روغتیایي برخې، او د اوبو رسونې او برېښنايي برخې کارکوونکي هماغه پخواني کارکوونکي دي. بدلون یوازې په مشرتابه کې راغلی دی، نه په خلکو او کارکوونکو کې.»

له دې سره هم مهاله ملګري ملتونه هم له روغتیا برخې سره د مرستو په کولو ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجراییه رییسه سیما سامي باهوس هم څرګندوي:«موږ له یو شمېر نادولتي سازمانونو سره د ژغورندویو مرستو په رسولو کې چې روغتیایي بستې هم په کې شاملې دي، کار کوو. موږ د خدمتونو مرکزونه هم لرو چې یو شمېر یې پرانېستې دي او یو شمېر یې تړلې دي او د ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتریخوالي نه ژغورل شویو ته خدمتونه وړاندې کوي او هڅه کوي چې د دغو  تاوتریخوالو مخه ونیسو.»

په دې لړ کې د مالیې وزارت وایي چې له افغانستان سره مشروطې مرستې نه مني.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«ژمنې شوې دي چې وايي موږ هڅّ کوو د کارکوونکو معاشونه ورکړو، خو تراوسه نه دي شوي، خو مشروطې مرستې موږ نه منوو.»

یو شمېر ډاکټران د سره صلیب د نړۍوال سازمان دغه اقدام ستایي او تمه لري چې پلانونه یې ډېر ژر عملي شي.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې مسووله ویدا حبیبي څرګندوي:«درې میاشتې کېږي چې خپل معاشونه مو نه دي اخیستي، او له ټولو مسوولو بنسټونو غواړو چې د وېش لړۍ چې غواړي تطبیق شي چټکتیا ورکړي.»

ډاکټر محمد اکرم کریمي هم زیاتوي:«په دغو کړکېچنو شرایطو کې چې سره صلیب د کارکوونکو د معاشونو ورکړه پر غاړه اخیستې ده له زړه یې ستایوو، او هیله لرو چې خپل دغه اقدام ډېر عملي کړي.»  

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت د نړۍوال بانک او اروپایي ټولنې د مرستو پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۴روغتونونه د مرستو د نه ورسېدو له امله تړل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه